د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی ۲۰۱۶ زېږدیز کال د خبریالانو له پاره خونړۍ بللی دی.
د دې بنسټ مسوولین وايي، په روان میلادي کال کې له خبریالانو د شوي تاوتریخوالي ۴۱۵ پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
د نی بنسټ اجرایوي مشر مجیب خلوتګر نن ورځ (پنج شنبه) په خبري غونډه کې وویل، چې له دې جملې ۱۴ یې د قتل پېښې، ۳۸۸ یې د مرګ ګواښونه، ۴۳ یې د وهلو او ټکولو پېښې، ۲۳ یې د ټپي کېدلو پېښې او ۳ هغه یې د خبریالانو نیولو پېښې شاملې دي.
خلوتګر وویل، د تاوتریخوالي ۳۲۶ پېښو عاملین طالبان، ۶۴ پېښو عاملین دولتي بنسټونه او د ۲۶ پېښوعاملین بیا ناپېژنده کسان دي.
د نی موندنې ښيې، د طالبانو له خوا له خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي له جملې ۲۹۲ پېښې یې په ډله ییزه توګه په هلمند، کندوز، روزګان او فراه ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز، د ازادو رسنیو ملاټر بنسټ یا نی د ۲۱۰۶ کال په وروستیو میاشتو کې د رسنیو له ۲۸۰ ښځینه کارکوونکو سره مرکې کړې، چې د دې ډلې ۸۳ سلنې ویلي، په ټولنه کې ورسره تاوتریخوالی شوی دی.
له دې جملې د رسنیو ۴۳ سلنه ښځینه خبریالانو ویلي، چې د کاري مسلو په اړه ورسره زور زیاتی شوی دی.
د دې څېړنې پربنسټ د رسنیو ۲۰ سلنه ښځینه کارکوونکو په کاري چاپیریال کې د تاوتریخوالي ختمېدو خبر ورکړی، خو ۸۰ سلنه نورو يې ویلي، چې ګومارونکي سازمان يې د تاوتریخوالي له منځه وړلو له پاره هېڅ نه دي کړي.
د نی راپور وايي، له دې وېرې چې خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورنه کړي، د تاوتریخوالي په برخه کې د رسنیو مسوولین نه دي خبر کړي.
د نی د موندنو له مخې ۸۳ سلنه مرکوونکو ویلي، تاوتریخوال ورسره شوی دی، چې ۱۰ سلنه یې په کاري سازمانونو او ۸۹ نور یې له سازمانه په بهر چاپېریال کې شوی دی.
د دې بنسټ راپور کاږي، چې د شوي تاوتریخوالی ۷،۱ سلنه یې فزیکي، ۵۵ سلنه یې لفظي، ۲۶،۵ سلنه یې جنسیتي او ۱۱،۳ سلنه یې په بېلابېلو ډولو شوی دی.
خبریالان وايي، د تاوتریخوالي راکمېدو له پاره باید د حکومت له خوا د خبر رسونې قوانین تطبیق او په هېواد کې امنیت تامین شي.
خبریالې فرحناز فروتن سلام وطندارته ویلي، چې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت اندېښمنونکی دی او دوی خپل کوچني حق ته هم لاس رسی نه لري.
له دې ټولو سره سره نی وايي، چې دوی له خبریالانو سره د تاوتریخوالي دوسیې چمتو کړي او ډېر ژر به د څېړنې له پاره ارګ، کورنیو چارو وزارت او څارنوالۍ ته ولېږي.