د ۱۱ کسیزې کرکټ ملي لوبډلې له پاره برخلیک ټاکونکی کمپ پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان اصغرستانکزي او مخکښ بیټسمین شهزاد محمدي په ګډون ۱۱ کسیزې لوبډلې له پاره (فیزیکل فټنس) کمپ پیل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په کمپ کې ټولو بلل شویو لوبغاړیو برخه اخیستې ده، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

افغان کرکټ بورډ وایي، د بدني روزنې (فیزیکل فټنس) پیل شوی کمپ د کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي جیسن ډوکلیس له خوا پر مخ وړل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا یاد کمپ ته د کپتان اصغرستانکزي او شهزاد محمدي تر څنګ محمد نبي عیسی خېل، حشمت الله شهیدي، دولت ځدران، سمیع الله شینواری، کریم جنت، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی او نورعلي ځدران ورغوښتل شوي دي.

کرکټ بورډ زیاتوي، پیل شوی کمپ په نړیوالو معیارونو جوړېږي، چې ګډونوال یې راتلونکو سیالیو ته په بشپړه توګه چمتو شي.

افغان کرکټ بورډ وروسته له هغې د کرکټ ملي لوبډلې ۱۱ کسیزی لوبډلې ته د مشر روزونکي لالچاند راجپوت په غوښتنه (فیزیکل فټنس) کمپ پیل کړ؛ چې څو اونۍ وړاندې دبنګله دېش پر خلاف سیالیو پر مهال د کرکټ ملي لوبډلې په فیلډینک نیوکې وشوې.

د غه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي په وروستیو مرکو کې د کپتان اصغر ستانکزي او شهزاد محمدي فټنس یوه ستره ستونزه یاده کړه.

نوموړي په خپله مرکه کی ویلي، مشر روزونکي ترې غوښتي که شهزاد محمدي خپل فټنس برابره نه کړي؛ نه به ملي لوبډلې ته ورشي، نه به یې د معاش تړون وغځول شي او نه به هم د بنګله دېش سوداګریزو (بي پی ایل) سیالیو ته پرېښودل شي.

شهزاد محمدي په خپله هم په یوه ویډیو پیغام کې منلې ده، چې فیزیکي حالت یې خراب شوی او باید په ځان کار وکړي.

افغان کرکټ ملي لوبډله په مهالوېش کې د راتلونکې ۲۰۱۷ کال (مارچ) میاشتې پورې کومه نړیواله کرکټ سیالي نه لري؛ خو ښایي د عربي اماراتو په کوربتوب د دویمې درجې اسیایي هېوادونو ترمنځ په ۲۰ اوریز کرکټ ټورنمېنټ کې برخه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام