د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۴۰۸ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۰۵ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
دغه وزارت د تازه شمېرو په اعلان سره ویلي چې اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره ۴۷۳ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳۱ اخته کسان بېرته ښه شوي او ۱ بل مړ شوی دی.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۵ زره ۳۸۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته روغ شوي او ۱۲۷۱ نور بیا مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کڅې ۱۶ میلیونه او ۹۰۲ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۶۶۳ زره مړه شوي او له ۱۰ میلیونه او ۴۶۴ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.