د یو افسر د ترور له پاره ۱۰۰ زره افغانۍ

په هرات ولایت کې پولیسو د ۵ کسه ییزې ډلې د نیولو خبر ورکړی، چې دغه ډله په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو په ترور کې لاس لري.

ویل کیږي چې دغې ډلې د هر امنیتي افسر د ترور په بدیل کې ۱۰۰ زره افغانۍ تر لاسه کولې.

د پولیسو د امینه قومندان عبدالمجید روزي تېره ورځ د ( اپریل په ۲۲مه) په یوې خبري ناسته کې وویل، چې ۱۰ تنه یې د بېلا بېلو تورونو له امله نیولي دي.

دی وايي چې له دې ډلې نه یې ۵ تنه د قاچاقو، نظامي تجهیزاتو او د زنا په تور نیولي او پاتې ۵ تنه نور یې د امنیتي ځواکونو د ترور په تور نیولي دي.

روزي وايي، چې د دې ترهګرو ملاتړی د حاجي وزیر په نوم د طالبانو یو قومندان دی چې اوس هم د حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

د هرات د پولیسو امنیه قومندان زیاته کړه، چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې، په دې خوا دا درېیمه ترهګره ډله ده، چې نیول کېږي.

ده وویلې، چې دا ډله یې د هرات ولایت د شیدايي سیمه کې د یوې زوره ور ترهګریز برید پر مهال نیول شوې ده.

روزي زیاته کړه، دغې ډلې د هرات ۳۰ متره جادې د ماین ښخونې مسوولیت هم په غاړه اخیستی، چې د پولیسو له خوا کشف او له منځه یوړل شو.

فضل الرحمان خادم د هرات ولایت د ترهګرۍ سره د مبارزې امر وویل، چې دغې نیول شوې ډلې تر دې دمه په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ترور په ۵ پېښو اعتراف کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام