د یوې کورنۍ پنځه غړي چې له امنیت سره یې کار کاوه، طالبانو سره یوځای شوي

د سمنګان ولایت په لاندې دره‌صوف کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د ملي امنیت د مفرزه قطعې پنځه سرتېري بېګاه له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د سرچینې په وینا، یاد پنځه کسان چې د ملي امنیت مدیریت ته نږدې په یوه پوسته کې وو، له څلورو کلاشینکوفونو، یوې پيکا او یوه راکېټ سره طالبانو ته ورغلي دي.

سرچینه زیاتوي چې پنځه واړه د یوې کورنۍ غړي وو او په دې ولسوالي کې یې په وسله‌والو غلاوو او وژنو کې لاس درلود.

د لاندې دره‌صوف ولسوال عبدالیقین احمدي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د امرالله په نوم یو کس یې ډلمشر و او په څو وژنو او غلاوو کې یې لاس درلود.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې وه چې ملي امنیت امرالله د هغه د کورنۍ له نورو غړیو سره ونیسي، خو هغوی د امنیتي ځواکونو له عملیاتو مخکې، له طالبانو سره یوځای شوي دي.

احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو کسانو له یوځای کېدو سره هم‌مهاله، طالبانو بېګاه د دې ولسوالي پر پوستو بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د سمنګان د ملي امنیت رییس سید امیرشاه سادات وايي چې تسلیم شوي کسان ولسي پاڅونوال وو او له تېر یوه کال راهیسې یې له ملي امنیت سره اړیکې نه لرلې.

نوموړی د یادو کسانو جرمي شالید تاییدوي او وايي، غوښتل یې پر وړاندې یې عملیات وکړي.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد د یادو کسانو یوځای کېدل تاییدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام