د یونان په اوبو کې د ۷ تنو وژل شویو مړي یې کابل کې ښخ کړل

د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي، چې د یونان په اوبو کې ډوب شويي وو، نن ( شنبه) کابل کې خاورو ته وسپارل شول.
 دا کورنۍ دوه اونۍ مخکې د بېوزلۍ له امله اروپايي هېوادونو تللې وې.

په وژل شویو کې دوه نارینه، دوه ماشومان او درې ښځې شاملې دي.

د دغې کورنۍ خپلوان وايي، چې تر اوسه د خپلې کورنۍ د پاتې شپږو تنو په اړه معلومات نه لري.

د دوی د خپلوانو په خبره، دغه کورنۍ ۱۳ تنه غړي لري.

د دې کورنۍ پلار کله، چې د خپلو زامنو، لمسیانو او د کورنۍ د ښځو جسدونه ښځول؛ دومره وویل، چې ملا یې ماته شوې ده.

د وژل شویو کسانو پلار وویل، چې زوی یې خیاط و او د کورنۍ د اقتصاد له پاره یې شپه او ورځ کار کولو، خو د کورنۍ اقتصاد یې ښه نه شو او بلاخره یې زوی له کورنۍ سره اروپا ته د تګ هوډ وکړ.

دی وايي، چې څوځلې یې په دې پرېکړه کې د زوی مخالفت وکړ، خو پایله یې ور نه کړه.

د کابل هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال حقنواز حقیار سلام وطندرا ته وویل، دغه لومړی ځل دی، چې د یې کورنۍ په اوبو کې وژل شوي غړي په یوارې ډول هېواد راوړل کېږي.

د رراپورنو پر بنسټ افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی، چې زیات خلک یې اروپايي هېوادونو ته د پنااخیستلو له پاره ورځي.

د روان کال له پیل نه تر اوس پورې ۱۵۰ کسان د اېټالیا او یونان د اوبو له لارې او ځېنې نور یې د وچې له لارې بالکان، د شنګن غړیو هېوادونو او نورو اروپايي هېوادونو ته ورغلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام