د "ایم، سي، سي" کرېکټ کلب چارواکو ومنله د پښتون یونس خان په ځای به اوس بل پښتون یاسرشاه د انګلستانۍ "ایم، سي، سي" لوبډلې په ګټه د افغانستان خلاف لوبه وکړي.
یونس خان ته د افغانستان خلاف د برینډن مکولم، سنګاکارا، مصباح الحق، چندرپال او یو شمېر نورو مشهورو لوبغاړو ترڅنګ په "ایم، سي، سي" لوبډله کې د لوبېدو بلنه ورکړل شوی وه، چې نوموړې منلې نه ده.
د لارډز وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د یونس خان په نه شتون کې به اوس بل پاکستانی لیګ سپنر یاسرشاه د پخواني پاکستاني ټیسټ کپتان مصباح ترڅنګ د "ایم، سي، سي" لوبډلې سره د راتلونکې سه شنبې په ورځ په ۵۰ اوریزه لوبه کې د افغانستان خلاف ملګری وي، چې له مخکې د کینټ کرېکټ کاونټي په ګټه دغلته په سیالیو بوخت دی.
دغه سیالۍ به د لارډز کرېکټ لوبغالي په رسمي فیسبوک پاڼې او یوټیوب چینل کې په ژوندۍ بڼه خپره شي.
یاسرشاه تراوسه په ۲۹ ټیسټ سیالیو کې لوبېدلی او په ۱۴۹ وېکټو اخیستلو بریالې شوی دی او په ډېر کم وخت کې یې په نړیوال کرېکټ کې ځانګړی نوم پیداکړ.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې هم د "ایم، سي، سي" خلاف سیالۍ لهپاره تیاری کوي، تېره ورځ یې په یو تمریني لوبه کې د انډین جیمخانې کرېکټ لوبډله د ماتې سره مخ کړه.
د یادونې ده، "ایم، سي، سي" د کرېکټ لوبې لهپاره قانون جوړونکی کلب دی چې د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ نویو غوړېدونکو لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس ورکوي.
یاد کلب تېرکال یوه ورته سیالۍ له نیپالۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره هم ترسره کړه، چې نیپالۍ کرېکټ ملي لوبډلې د ۴۱ منډو په توپیر ګټوونکې وه.
د "ایم، سي، سي" کلب د کرېکټ څانګې مسوول جان سټیپینسن په وینا، افغانستان تېره میاشت د کرېکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې بشپړغړیتوب او د ټیسټ لوبو امتیاز ترلاسه کړ، چې په لارډز کې ورته لوبېدل بهترینه او تاريخي پیل دی.
دنوموړي په وینا، افغان کرېکټ ملي لوبډله په انګلستان کې ډېر مینهوال لري او هیلهمند دی، چې د سیالۍ او افغان لوبډلې د تشویق په موخه به لوبغالي ته مخه کړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د راتلونکې سه شنبې په ورځ ماسپښین ۲ نیمې بجی په لارډز لوبغالي کې پیلیږي، چې د سلام وطندار او همکاره راډیوګانو ترڅنګ به د یو افغان تلویزون څخه هم کرېکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.