نن سهار ۶ نیمې بجې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د افغان ځانګړیو ځواکونو په قطعې باندې ډلهییز ځانمرګی برید شویدی.
د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد سلام وطندار ته وویل، چې دا ډلهییز برید د ۵ بریدګر لهخوا په ګردېز ښار کې د افغان ځانګړیو ځواکونو په قطعې باندې د دې قطعې په دروازه کې برید شویدی.
د ځانګړیو ځواکونو خاصه قطعه، د امنیې قومانداني پرسونل او د ۳۰۳ سپین غر زون قومانداني منسوبین له همدې یوې دروازې تګ ـ راتګ کوي.
د پاسوال شېرزاد پر وینا، د بریدګرو موخه د ځانګړیو ځواکونو خاصه قطعه وه، چې په برید کې تر اوسه ۴ بریدګر وژل شوي او ۱ بریدګر له دروازې داخل ته تللي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
ده دا هم وویل، چې لومړی برید د مازده ډوله موټر په واسطه شوی، چې ۵ پولیس پهکې وژل شوي او ۹ ټپیان دي. د ده پر وینا، بریدګرو د دوو موټر بمونو په واسطه، چې یو یې مازده او بل یې کرولا ډوله هغه وو؛ چاودنې کړېدي.
د شېرزاد په خبره، موټر بم چاودنه ډېره قوي وه او شاوخوا سیمو ته یې زیانونه اړولي؛ خو تر اوسه یې کره معلومات نهشته.
د پکتیا د ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې دوی ته تر اوسه لهدې بریده ۵ ملکي ټپيان ور وړل شوي.
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دې ډلهییز برید موخه یې افغان ځانګړي ځواکونه وو. ده ادعا کړېده، چې پهدې برید کې یې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.