د کډوالو د ستونزو حل لپاره ملي او نړیوالو همکاریو ته اړتیا ده

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت نن د کابل بې‌ځایه شویو لپاره د دایمي حل‌لارې موندلو په موخه د «د کابل د عمل پلان جوړولو» په نوم یو ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ.

د دغه وزارت وزیر سیدحسین عالمي بلخي وايي، د کابل د عمل پلان له مخې به دغه وزارت په کابل کې د راستانه شویو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د بوختیاوو او زده‌کړو اسانتیاوو برابرول، روغتیايي خدمتونه او د ځمکې او د اوسېدو د ځای وېش هغه موخې دي چې ټاکل شوې د کابل د عمل پلان له لارې په کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو لپاره عملي شي.

بلخي د کورنیو بې‌ځایه شویو، کډوالو او راستانه شویو کډوالو د ستونزو حل لپاره ملي او نړیوالې همکارۍ اړینې وبللې.

هغه کورني بې‌ځایه شوي د جګړې له کبله بولي او وايي چې جګړه په یوه ملي او نړیواله ستونزه بدله شوې ده. نوموړی زیاتوي: «هغه ملت چې ډېره برخه نسل یې جګړې ځپلی وي، له نامهربانۍ، قتل او وژلو پرته یې بل څه نه وي تجربه کړي، د هغوی لپاره د سولې هیله یو خوب دی.»

د کډوالو راستنېدونکیو چارو د وزیر په وینا، د ملي یووالي حکومت د ۵ کلونو پر مهال شاوخوا ۴ میلیونه کسان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

د یاد وزارت مسوولان وايي چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو لپاره له دغه هېواده د دایمي اقامې د ورکړې غوښتنه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام