د کوټې شورا ځېنې مهم غړي هلمند ته انتقال شوي

د افغانستان هلمند ولایت د شمالي ولسوالیو څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې د وسله والو طالبانو د کوټې شورا مهم غړي د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي دي.

د یاد ولایت د شمالي ولسوالیو کې له تیرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکي وسله‌والو طالبانو خپله شورا د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ د "سري ګاري" سیمې ته راوړي او هلته مېشت شوي دي.

خو داسې ښکاري، چې ګنګوسې اوس په حقیقت بدليدونکی دی او د ځايي خلکو له خوا تایید شوي هم دي.

د موسی کلا ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې د کوټې شورا ځينې کسان یې هلمند ته ور رسیدلي، خو بشپړځای او معلومات د رسنیو په واک کې نه ورکوي .

د دوی پر خبره، یوشمیر نظامي لوړپوړي مسوولین یې هم هلته شته، خو د کوټې شورا لوړپوړو چارواکو په اړه تردې دمه څه نه دي ویل شوي.

 د کجکي ولسوالۍ اوسیدونکی او د سولی شورا ولایتي مسول فضل‌الباري فیاض سلام وطندار ته وویل، چې دی د دوی د بشپړې رهبرۍ د انتقال کیدو په اړه تراوسه معلومات نه لري.

 خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلي، چې دوی خپل دکوټې شورا هلمند ته رانتقال کړی او هملته ځای پرځای شوي دي.

د هلمند د  ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزایي وایي، چې دوی شپه او ورځ د وسله‌والو طالبانو پټن‌ځایونه څاري، خو تراوسه یې په دې اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د وسله‌والو طالبانو یو شمېر مسوولین يې د هوا له لارې څارلي او وژلي يې دي.

د احمدزایي پرخبره، چې د وسله‌والو طالبانو د کوټې شورا تردې دمه لا نه ده انتقال شوې.

د هلمند والي حیات‌الله حیات بیا د وسله‌والو طالبانو دغه خبرې ردوي او وایي، وسله‌والوطالبانو کوټې کې خپله شورا له یوه ځایه نه بل ځای ته انتقال کړې ده.

د هلمند والي وایي، د دوی نظامي مسوولین هلته شته، خو هغه کسان چې د شوراغړي دي تر اوسه نه دي ورغلي.

د هلمند والي وایي، چې طالبانو هڅه کوله، څو ولایتونه سقوط کړي اووروسته خپله شورا همدلته راوړي او ځای پرځای یې کړي.

هلمند کې وسله‌والو طالبانو داسې مهال د خپلې شورا د انتقال په اړه خبرداری ورکړی، چې په یاد ولایت کې ولایتي چارواکي د وسله‌والو طالبانو دغه خبرې یوه ادعا بولي او وایې، تر دې دمه د کوټې شوراهیڅوک هم نه دي لېږدولي که څه هم دهلمند په نهو ولسوالیو کې وسله‌وال طالبان دا مهال حاکمیت لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام