د کونړ په څوکۍ کې د محلي پولیسو پر قرارګاه ځانمرګی برید شوی


د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، نن ماښام شاوخوا اته بجې د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر قرارګاه ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۸ پولیس وژل شوي او څفور نور ټپیان دي.
د څوکۍ ولسوال شاه خسرو بیا سلام وطندار سره خبرو کې د پېښې پخلی او ویلي یې دي چې پلی ځانمرګی بریدګر د محلي
پولیسو قرارګاه ته دننه شوی او هلته ځان ته چاودنه ورکړې.
د محلي پولیسو دا قرارګاه د یادې ولسوالۍ په بابړو نومي سیمه کې ده.
دې قرار ګاه ته ورڅېرمه د ملي اردو او عامه نظم کنډکونه هم پراته دي.
ویل شوي، پلي ځانمرګي بریدګر د محلي پولیسو د قرارګاه پيره دار له ویشتلو وروسته یادې قرارګاه ته ننوتی.
د څوکۍ ولسوال شاه خسرو وايي، دغه پېښه کې د څوکۍ ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان عظیم ګل زخمي شوی دی.
ولسوال وايي، دغه پېښه کې د قرارګاه نیمه وداني راپرېوتې او یو شمېر پولیس ترې لاندې دي، نو ممکن د پېښې د قربانیانو شمېرو کې تغیرات راشي.
د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز الرحمان ساپي سلام وطندار ته وویل، د څوکۍ له پېښې اسداباد ولایتي او څوکۍ سیمه ییز روغتون ته شپږ جسدونه او دوه ټپیان وړل شوي، چې ټول سیمه ییز پولیس دي.
هغه د دوو ټپي پولیسو روغتیايي حالت ښه ښودلی.
د څوکۍ ولسوالۍ ځینو محلي پولیسو د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته ویلي، یاده پېښه کې اته پولیس وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسئولیت نه دی منلی.
څوکۍ د کونړ هغه ولسوالي ده، چې نږدې نیمه برخه، دیوه ګل دره، یې د داعش ډلې په ولکه کې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام