د کونړ او نورستان د ۳ ولسوالیو اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال په نښه کيږي

د کونړ ولایت ناړۍ او د نورستان کامدېش او برګ مټال ولسوالیو ته غځېدلې د موټر لاره د امنیتي ستونزو له امله د ولسي وګړو پر مخ بنده ده، چې له امله یې د دې ولسوالیو خلک  له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ "ناړۍ" او نورستان "کامدیش" او "برګ مټال" ولسوالیو لار شاوخوا درې میاشتې وړاندې د "اسمار" ولسوالۍ اړوند "ډب خوړ" سیمه کې د غره ښویېدو له امله بنده شوې وه، چې د ځايي خلکو پر وینا د دولت وسله والو مخالفینو له دې موقع په ګټې اخستنې د لارې په اوږدو کې ځای، ځای مورچې جوړې کړي او پر ولسي او دولتي موټرو ډزې کوي.

د کونړ ولایتي ادارې نږدې یوه اوونۍ وړاندې رسنیو ته د دې لارې خلاصون خبر ورکړی و، خو ځايي خلک وايي اوس هم پر دې لاره تګ د مرګ کومي ته ځان غورځول دي.

دوی وايي، د لارې د بندښت له امله نږدې درې ساعته پلی تګ، راتګ کوي او په زیاتو په ځانګړي ډول کله، چې ناروغ د درملنې له پاره یوسي، نو د سختو ستونزو سره مخ وي.

دوی وايي، چې پر ترانسپورټي موټرو وسله وال ډزې کوي.

د دوی پر خبره، د لارې تړل کېدو له امله په ناړۍ، کامدېش او برګیمټال ولسوالیو کې ولسي خلک د خوراکي توکو کمښت سره مخ شوي او دغلته د توکو بیې هم لوړې شوي دي.

ولسي وګړي پر دې لاره د امنیتي پوستو  جوړولو غوښتنه کوي او وايي، که د یادې لارې امنیت ونه نیول شي؛ ډېر ولسي وګړي به د دولت وسله والو مخالفینو د ګوليو ښکار شي.

خو د کونړ د والي ویاند غني مصمم سلام وطندار ته وویل، چې چارواکي د یادې لارې خلاصون په لټه کې دي.

هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه به لومړی د ګواښ نقطې له منځه یوسي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ډیر کلونه کیږي، چې دا لاره له امنیتي پلوه خوندي نه ده، ځايي خلک وايي، د دولت وسله وال مخالفین دې د ولسي خلکو پر مخ لار پرانیستې پریږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام