د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۰۷۲ شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې ۵۸۰ هغه مثبتې ختلې دي. په دې ډله کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په کابل او هرات کې ثبت شوي چې شمېر یې ټولټال ۱۳ زرو او ۳۶ کسانو ته ورسېده.
د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د یادو کسانو له ډلې ۳۲۲ یې په کابل، ۱۳۹ په هرات، ۲۷ په پنجشېر، ۲۲ په بلخ، ۲۱ په فراه، ۲۰ په پکتیا، ۱۵ په فاریاب او ۱۴ په پروان کې پر دغه ویروس اخته شوي دي.
د نوموړي په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۸ اخته کسان مړه شوي او ۶۵ نور بېرته روغ شوي دي.
د عامې روغتیا د شمېرو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا ۱۲۰۹ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۲۳۵ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې تر اوسه له ۵ میلیونه او ۸۰۰ زرو نه ډېر کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ۳۵۷ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۲ میلیونه او ۵ سوه زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.