د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۵۵۷ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۶۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
په یاده موده کې پر کورونا ۵۲ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۱۴ نور مړه شوي دي.
دغه وزارت وايي، د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵ زره ۹۸۸ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټولټال ۲۴ زره او ۵۳۷ ناروغان بېرته ښه شوي او ۱۲۲۵ نور بیا د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
د یادونې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له ۱۵ میلیونه او ۶۵۶ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۶۳۶ زره مړه او له ۹ میلیونه او ۵۴۴ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.