د بغلان د ښځو چارو ریاست په دغه ولایت کې د کورنټین پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د ډېرېدو خبر ورکوي.
د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، ډېری تاوتریخوالی په پلخمري ښار کې شوی دی.
د نوموړې په وینا، په پلخمري ښار کې د کورنټین له پیل راهیسې یې د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې چې وهل ډبول، شکنجه او له کوره تېښته پهکې شامل دي، ثبت کړې دي او په وینا یې، یوشمېر قضیې یې څېړلې هم دي.
هغه زیاتوي، دغه پېښې په ډېرېدو دي او نارینه د ښځو پر وړاندې له زغم نه کار نه اخلي.
د بغلان د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره اورانوس عاطفي وزګارتیا او بېوزلي د کورني تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل بولي.
د نوموړې په وینا، د پلخمري ښار په کورنټین کولو سره وزګارتیاوې ډېرې شوي او همدا لامل دی چې ښځې او نارینه په کورونو کې سره نښلي.
د بغلان د پوهنتون استاد مشعل شعیر بیا یو بل منل، ښوونه او روزنه او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول د کورني تاوتریخوالي د کموالي لپاره یواځینۍ حللاره یادوي.
د بغلان د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره یې خلکو ته د عامې پوهاوي ترڅنګ، ځینې پروګرامونه په پام کې نیولي او ډېر ژر به په پلخمري ښار او ولسوالیو کې پیل شي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي یوه میاشتې مخکې د کورنټین پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش له دولتونو غوښتي و چې د کورونا پر وړاندې د مبارزې په پروګرامونو کې د ښځو ملاتړ ته هم پام وکړي.