د کندوز چارواکو یو ځل بیا ددغه ولایت د نه سقوط ډاډ ورکړ

د کندوز والي اسدالله امرخیل د دغه ولایت د سقوط په اړه اوازه د طالبانو پروپاګند وبلله او زیاته یې کړه، چې مخالفین غواړي په دې ډول تبلیغاتو د خلکو روحیه کمزوري کړي.

د امرخیل پر وینا د افغان ځواکونو په تازه هوایي بریدونو کې د طالبانو مرکزونه په نښه شوي او هغوی يې ډیر کمزوري کړي دي.

د کندوز والي ډاډ ورکوي، چې ډیرژر به په یو شمیر کلیو کې ځمکني عملیات هم پیل شي.

وروستیو نا امنیو یو ځل بیا کندوزیان اندېښمن کړي دي.

د دوی ترمنځ داسې ګنګوسې خورې دي، چې ګواکي له اختر وروسته یوځل بیا طالبان پر کندوز برید کوي.

خو د کندز والي اسدالله امرخیل نن دوشنبه (جولای۴مه) په دغه ولایت کې د امنیه قوماندان او په ولسي جرګه کې  د یاد ولایت د استازې فاطمې عزیز په ګډون خبري غونډی ته وویل، چې طالبان د ناټو او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې کمزوري شوي او د کندوز د بیا سقوط ارمان به ګور ته یوسي.

د کندوز والي زیاته کړه، چې لومړی هوایي ځواکونه د طالبانو مهمې څیرې او پټ ځایونه له منځه وړي او له اختروروسته به په کلیو کې چاڼیز عملیات پیل کړي.

خو د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز په کندوز کې د ناامنیو د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د عملیاتو په اړه د چارواکو له تکراري ژمنو خلک ستړي شوي.

میرمن عزیز غوښتنه وکړه، چې د کندوز د ژغورنې په موخه باید ژر تر ژره په عملي توګه د طالبانو پرضد عملیات پیل شي.

امرخیل همدا ډول خلکو ته د  اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکړ او زیاته کړه یې کړه، چې د اختر په ورځو کې د ښاري نظم په موخه دغیر مسوولو کسانو له خوا د وسلو په لیږد او د بې اسنادو موټرونو په تګ راتګ بندیزلګول شوی.

دغه راز د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ په دې خبري ناسته کې وویل، له هغو کسانو سره به جدي چلن وکړي، چې د اختر په پلمه هوایي ډزې کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام