د کندوز په جګړه کې زیانمنې شوې کورنۍ راروان ژمي ته اندېښمن دي

د کندوز د سقوط پر مهال د یو شمېر ویجاړو شویو کورونو څښتنان؛ د ژمي په رانږدې کېدو سره انديښمن ښيي او پر حکومت تور لګوي، چې د دوی په اړه بې پروايي کوي.

د کندوز ولایت هغو اوسېدونکیو چې طالبانو ته د دغه ولایت د ځېنو سیمو د ورتګ پرمهال يې کورونه وران شوي؛ سلام وطندار ته وویل، چې د کورونو د بیارغونې له پاره يې تر اوسه پورې د حکومت مرسته نه ده ترلاسه کړې او خپله هم د کورونو د بیارغونې توان نه لري.

د دوی پر وینا، د ورځې له خوا ټوله کورنۍ په پرانیستې فضا کې ناست وي؛ خو د شپې له خوا اولادونه د خپلوانو کورونو ته لېږي.

د کندو په جګړو کې زیانمنه شوې د پنځو اولادونو کونډه مور فاطمه وايي، له اته کلن کونډون سره هم مهاله په یو ګروي کور کې اوسېدله، چې د جګړې پر مهال یې کور بمبار شو او د ۵۰ کالو راټوله کړې هستي یې په کې وسوځېدله.

د دې په خبره، تراوسه يې له حکومته د مرستې په نوم هېڅ هم نه دي لیدلي.

امان الله له هم د همدې زیانمنو له ډلې دی، چې د کور له زیانمنېدو وروسته یې ښه ورځ نه ده لیدلی. دی وايي، په خوارۍ یې کور اباد کړ؛ خو په څو شېبو کې د جنګ خوراک شو.

امان الله له حکومته غوښتنه کوي، چې د ژمي له راتګ سره سم ورسره مرستې وشي، چې دوی او ماشومان یې د ژمي له وژونکیو څپو خوندي پاتې ښي.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش هم مني، چې په دغه ښار کې له ۱۰۰ زیات د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او حکومت تر اوسه د هغو خاوندانو ته د رسېدلي زیان تاوان نه دی ورکړی.

د ښاغلي دانش پر وینا، حکومت په پام کې لري،چې ډېر ژر به د دغه ولایت د زیانمنو شویو کورنو څښتنانو ته د رسېدلي زیان تاوان په اړه پریکړه وکړي.

خو دی وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره د لومړۍ او دویمې ناحیې اوسېدونکیو ته لومړۍ ضروري مرستې رسېدلي او د څلورمې او پنځمې ناحیې کسانو ته مرستې دوام لري.

د کندوز د والي ویاند، دا مرستې د یاد ولایت جګړه ځپلو له پاره کافي نه بولي، وايي، سیمه ییزه اداره هڅه کوي، چې د کندوز اړمنو خلکو ته د نړیوالو بنسټونو پام ور وګرځوي.

د سیمه ییز ادارې د شمېرو پر بنسټ شاوخوا ۴۰ زره کورنۍ په دغه ښار کې اوسېږي، چې ۱۴۸۰۰ کورنۍ يې مرستې ته اړتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام