د کندوز کلای زال ولسوالي شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د دې ولایت له مرکز سره یو ځای د طالبانو له خوا سقوط شوې وه؛ خو حکومت له څه مودې وروسته دغه ولسوالي بېرته ونیوله. اوس د دې ولایت د ولایتي شورا ځېنې غړي خبرداری ورکوي، که چېرې ژر نظامي عملیات پيل نه شي؛ دا ولسوالي به د طالبانو له خوا سقوط شي.
د کلای زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له خوا د نیول شویو سیمو نه وروسته، د طالبانو د ختمولو له پاره په دې ولایت کې عملیات نه دي شوي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي د دې مطلب په تایید سره وايي، چې د کلای زال په سلو کې ۵۰ سلنه کلي د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او که پوځي عملیات ونه شي؛ دا ولسوالي به له سقوط سره مخ شي.
خو د کلای زال ولسوال محبوب الله سعیدي وايي، چې د طالبانو له خوا د دې ولسوالۍ سقوطېدل ناممکن دي او پر وینا یې، په دې ولسوالۍ کې به ډېر ژر پوځي عملیات پیل شي.
د کلای زال ولسوال وايي، چې د دې ولسوالۍ د ټولو ۷۴ کلیو څخه یوازې ۳۲ کلي له طالبانو سره دي، چې شاوخوا ۳۰۰ ولسوال په کې فعالیت لري.
طالبانو شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د کندوز ولایت پر مرکز برید وکړ او د درېیو ورځو له پاره یې پر دې ښار کنټرول لرلو. حکومت د کندوز له بېرته نیولو وروسته د کندوز د تحقق یو کمېسیون وګومارل شو، چې د تېرې لړم میاشتې په وروستیو کې یې پایلې اعلان شوې.