د کندوزیانو وېره: کندوز ښار به بیا سقوط شي

دې وروستیو کې د کندوز له اوسېدونکیو سره اندېښنې زیاتې شوې‌دي او ټول وېره لري چې ښار به بیاځلې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ډګر بدل شي.

په کندوز ښار د طالبانو د برید خبر پېچلی دی او اوسېدونکي يې وايي چې وسله‌وال د ښار تر دروازو  ور رسېدلي او ښار هم په پوځي اډې بدل شوی‌دی.

د کندوز دوه اوسېدونکي احمد جاوید او ابراهیم وايي، د کندوز دوه ځلې سقوط، خلکو ته درانه زیانونه او تلفات اړولي، او اوس خلک د طالبانو د بیاځلې برید زغملو وس نه‌لري.

دوی زیاتوي، د ناامنیو او غلاوو له وېرې له شاوخوا کورونو سره په مشورې د پېرې کولو نوبت اېښی دی او له همدې وېرې هېڅوک ماښام ناوخته نه‌شي ګرځېدلی.

د کندوز ولایتي شورا  یو غړی هم د حکومت له ناکامه عملیاتو شکایت کوي، وايي چې د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي له‌پاره باید د کندوز ښار په شاوخوا کې پراخ عملیات پیل شي.

د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، که دغه ولایت کې طالبان ونه ځپل شي؛ د کندوز د سقوط وېره ځکه شته چې امنیتي ارګانونو د ښار دفاعي کمربند تر ښاره پورې محدود کړی دی، د ده په یونا دا کمربند باید له ښاره بهر یو لېرې ځای ته انتقال شي او له هماغه ځایه دفاعي حالت غوره شي.

د کندوز امنیه قوماندان عبدالباقي نورستاني د دې ولایت اوسېدونکیو ته ډاډ ورکوي چې طالبان په کندوز ښار د برید کولو توان نه‌لري او اوس هم د کندوز ښار ځېنو برخو کې پوځي عملیات روان دي.

د ښاغلي نورستاني په وینا، د ولسوالیو په کچه هم عملیات پیلېږي او هغه سیمې تصفیه کوي چې هلته د دوښمن ګواښ موجود وي.

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وايي، د دې ولایت اوسېدونکیو سره ژمنه کوي چې کندوز به بیا ځلې سقوط ونه‌کړي.

د هغه په وینا، د ځانګړې قطعې ځواکونه د مخالفانو د بریدونو دفعه کولو ته پوره چمتووالی لري.

طالبان دا وخت د کندوز درېیوو ولسوالیو او ځېنو نورو برخو کې پراخ حاکمیت لري.

له دې مخکې یو ځل په بشپړ ډول د کندوز ښار طالبانو نیولی و او د دویم ځل له‌پاره یې په دې ښار پراخ بریدونه وکړل چې بېرته د امنیتي ځواکونو له لوري په شا وتنبول شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام