د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي ویاند ضیا درانی وايي، په ښوراوک ولسوالۍ کې طالبانو د سروڅاهانو په سیمه کې د یو ودانیز شرکت ۱۳ انجینیران او ۲۰ کارکوونکي تښتولي دي.
دراني سلاموطندار ته وویل، طالبانو په یاده سیمه کې د سړک جوړونې پر دغه شرکت برید کړی دی او دغه شمېر کسان یې نامعلوم لوري ته وړي دي.
دغه ودانیز شرکت د سپين بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ لویه لاره رغوله.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، سیمې ته پولیس ورغلي وو او د شپې تر ۳ بجو پورې یې له طالبانو سره جګړه کړې چې ۴ پولیس په کې وژل شوي دي او یو پولیس ټپي دی.
درانی وايي، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې ورته معلوم نه دی.
دغهراز طالبانو د ودانیز شرکت ۱۵ عرادې موټرونه هم سوځولي دي.
تراوسه وسلهوالو طالبانو او د شرکت مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.