د کندهار ـ روزګان لویې لارې د امنیت ساتنې پولیس وايي، مسوول چارواکي په بېلابېلو پلمو د دوی معاشونه ځنډوي او له تېرو ۷ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکول شوي؛ له کبله یې اړ شول خپلې پوستې پرېږدي.
دوی وايي، د هېوادوالو امنیت خوندیتوب او د خاورې دفاع یو مسوولیت او خپلو کورنیو ته د ډوډۍ ګټل یې بل ستر مسوولیت دی.
د خدای داد په نوم یو پولیس له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، له یو نیم کال راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده اجراکوي او ۷ میاشتې کېږي، چې معاشونه یې نه دي ورکول شوي.
نوموړی وايي، په خورا سختو شرایطو کې دندې اجراکوي، خو مسوول امنیتي کسان د دوی د حقونو په برخه کې بېغوري کوي.
شیراحمد بل هغه پولیس دی، چې وايي، که د پولیسو د حقونو او معاشونو به برخه کې دغه ډول بېغوري دوام وکړي؛ ښايي نور پولیس سرښندونکي به هم لیکې پرېږدي او دغه کار د پولیسو په مرال اغیزه کوي.
په ورته وخت کې د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب هم وايي، هغه شمېر پولیسو چې د لایې لارې پوستې پرېښي دي، له تېرو اووه میاشتو راهیسې یې معاشونه، نه دي ورکول شي.
دی وايي، پرېښودل شوې هغه پوستې درې یې د روزګان او څلور هغه یې د کندهار اړوند دي.
له بل لوري د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی بیا د کندهار ـ روزګان په لویه لار کې د پولیسو له خوا د پوستو خوشې کول ردوي او وايي، چې د کندهار ښار او ولسوالیو کې ټولو پولیسو ته په ټاکلي وخت معاشونه حواله شوي او رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د روزګان والي محمد نذیر خروټي له رسنیو سره په خبرو کې ژمنه کړې وه، چې د پولیسو ټولې ستونزې به په یوې اوونۍ کې حل کړي.