د کلینک انتقالول؛ د کمال‌ناصر اصولي او والي پرضد لاریون

نن د خوست ولایت د موسی‌خېل ولسوالۍ اوسېدونکیو په خوست ښار کې د لاریون په کولو سره وویل چې د دوی سیمې ته منظور شوی کلینیک د ولسي جرګې غړي کمال‌ناصر اصولي په ټونګ بل ځای ته لېږدول کېږي.

لاریونوال دعوه کوي چې د ټاکنیز کمپاین پر وخت کمال‌ناصر اصولي په موسی‌خېلو ولسوالۍ کې د یوې سیمې اوسېدونکیو سره د رایو په بدل کې ژمنه کړې‌وه چې د هغوی سیمې ته به یو ۳۰ بستریز روغتون منظوروي. دا لاریونوال د شعارونو په ورکولو سره وايي چې اصولي اوس د دوی د سیمې له‌پاره منظور شوی کلینک د هغوی اشخاصو سیمې ته وړي چې له ده سره یې په ټاکنیزو مبارزو کې مرستې کړې‌دي.

 لاریونوالي زیاتوي، په دغه کار کې د خوست والي حکم‌خان حبیبي او د عامې روغتیا پخوانی رییس ګل‌ حبیب‌شاه انصاري هم لاس لري.

دوی په ټینګار سره وویل، تر هغو به له دې خبرې وانه‌اوړي چې کلینک یې خپل ځای ته نه وي منظور شوی.

د عامې روغتیا پخوانی رییس ګل حبیب‌شاه انصاري وايي چې د DH کلینیک د ځای په اړه د خوست ولایتي ادارې، ولایتي شورا او د ښار او کور جوړولو ریاست په ګډې غوندې کې پرېکړه شوې او په وینا یې، دی په کې لاس نه‌لري.

له بلې‌خوا د ولسي جرګې غړی کمال‌ناصر اصولي هم دا تورونه بې‌ځایه بولي او وايي، دغه کار په ولایتي ادارې پورې اړه لري. د ده په خبره، حکومت باید اجازه ورنه‌کړي چې د کلینیک ځای بدل شي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل هم وايي، په یاده موضوع کې ولایتي اداره لاس نه‌لري، بلکې هڅه کوي چې ولسوالیو ته د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې راولي.

دی د سیمې له خلکو غواړي چې دا ستونزه په‌خپلو کې حل کړي.

 د خوست ۱۲ ولسوالیو اوسېدونکي لا هم هغه ډول چې ښایي له روغتیا خدمتونو برخمن نه‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام