د کعبې شریفې امام تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډله او طالبان د اسلام استازولي نه شي کولی.
د کعبې امام زیاته کړې، چې دا دواړه ډلې خوارج دي او په اسلام کې ځای نه لري.
ده دا هم وویل، داعش او طالبان په قران کې د کافرانو په اړه نازل شوي ایاتونه او احکامات په مسلمانانو تطبیقوي.
د کعبې شریفې امام شیخ خالد الغامدي پاکستاني خصوصي ټلویزیون (جیو نیوز) سره په مرکه کې پر ایران او سعودي عربستان غږ وکړ، چې د مسلمانانو ترمنځ په مذهبي ډلو د ویشل کېدو مخنیوی دې وکړي.
شیخ الغامدي داعش او طالبانو ته په اشارې وویل: "څوک چې د کفارو او مشرکينو په باره کې نازل شوي اياتونه پر مسلمانانو تطبيقوي، هغوی خوارج دي"
د مسلمانانو د کعبې دغې امام له سعودي عربستان او ایران څخه غوښتنه وکړه، چې خپلمنځي اختلافات دې یوې خوا ته کېږدي او د مسلمانانو د ویشلو مخه دې ونیسي.
د کعبې امام په دغه مرکه کې زیاته کړه، اوس مهال مسلمانان تر هرڅه زیات یووالي ته اړتیا لري او پکار ده، چې مسلمانان سره خپلو کې راټول شي.