د کرنې وزارت ۱۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو ۱۷ تړونونه لاسلیک کړل

د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له خصوصي شرکتونو سره د ۱۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۷ تړونونه لاسلیک کړل، چې له پلي کېدو وروسته به د افغانستان په زراعتي محصولاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راشي.

د یاد وزارت چارواکو د شنبې په ورځ کابل کې د اوبو لګولو ۱۷  شبکو تړونونه له ۱۷ خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د دغه وزارت مالي او اداري  معین عبدالقادر جواد وايي، داوبو لګولو دغه شبکې به په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې پلې شي، چې پېسې به یې هم د دغه وزارت له پراختیايي بودیجې ورکول کيږي.

د دغې پروژې د عملي کېدو موده یو کال ښودل شوې ده.

د جواد پر خبره، د اوبو لګولو له دغوشبکو سره به   ۱۵ زره جریبه ځمکه خړوبه شی.

د کرنې وزارت د معین پر وینا، داوبولګولو دغو شبکو سره به د اوبو ۴۰ سلنه ضایعاتو مخنیوی وشي او ورسره به  شینې سیمې هم ۱۵ سلنه پراختیا پیدا کړي.

په همدې حال کې د کابل، پروان او لوګر د اوبولګولو ټولنې غړی عبدالقادر رباطي وايې، چې د دغو پروژو په عملي کیدو سره به تر دیره دکروندګرو ستونزې هوارې شي.

د رباطي پروینا، پر دغو  پروژو به د ټولو ناحیو وګړي څار کوي او د اوبولګولو پروژو په بشپړيدو سره به له هغوی ساتنه هم کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام