د کرنې وزارت له لوري د ځمکې د هواري دستګاوو وېشل

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت نصیراحمد دراني نن د کابل، ننګرهار، بغلان، هرات او بلخ حوزوي ریاستونو پر مخکښو کرونګرو باندې د ځمکې د هوارولو یا لایزرلېول دستګاوو او لسګونو ټراکټورونو د وېش په مراسمو کې وویل چې دا وسایل د کرنې وزارت «په کروند کې اوبه» پروژې له لوري په ۱۱ میلیونو او ۶۰۰ زرو افغانیو پېرل شوي‌دي.

د ښاغلی دراني په وینا، هره دستګا ۳۲۲ زره افغانۍ ارزښت لري چې ۳۰ سلنه د کروندګرو له‌خوا او ۷۰ سلنه کرنې وزارت په وړیا ډول ورکړي‌.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزیر همداراز زیاته کړه، دا دستګاوې د ځمکو د هواري له‌پاره کارېږي او دا ښېګڼې لري چې ګروندګر د هغو په واسطه په عصري ډول او کمو اوبو ښه حاصل وکري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام