د کربین پریمیرلیګ ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو مېله پیلېږي

د ویسټ انډيز په کوربتوب ۴م پړاو سوداګریزې شل اوریزې کرکټ لوبې سبا سهار د (جون پر ۳۰مه) پیلېږي، چې ۶ لوبډلې په کې د امریکې په ګډون د ویسټ انډيز په بېلابېلو ۶ جزیرو کې د اتلولۍ له پاره لوبېږي.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو په ګټه د لوبېدو په موخه د شین واټسن، هاشم املا، شعیب ملک، کمار سنګاکارا، مایکل هسي، ډیل سټین، برینډن مکولم، ډیویډ میلر او ای بی ډی ویلیرز په څېر مشهور لوبغاړي یاد هېواد ته رسېدلي دي.

 دا لومړی ځل دی، چې د ویسټ انډیز دغه سوداګریزې شل اوریز کرکټ جام یو شمېر لوبې به د ۶ جزیرو ترڅنګ د امریکې په کرکټ لوبغالي (ریجنل پارک) کې هم وشي.

څلورم پړاو کربین پریمیرلیګ شل اوریزه کرکټ سیالۍ سبا پیلېږي او د ۳۳ لوبو وروسته به د اګست میاشتې پر ۷ مه نېټه د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې سبا سهار د افغانستان پر وخت ۵ نیمې بجې دفاعي اتله ټرینیډا او ټوبیګو لوبډله سینټ لوشیا لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.

په دې سیالیو کې د کوربه هېواد د مخکښ نړیوال او کورنیو لوبغاړیو ترڅنګ د بېلابېلو ټېسټ هېواد لوبغاړي برخه لري، چې ټرینیډا او ټوبیګو لوبډله په کې له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

کربین پریمیر لیګ شل اوریزې سوداګریزې کرکټ سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې چې اوسمهال هر کال په یاد هېواد کې کېږي.

انټیګا کرکټ لوبډله د تېر ۲۰۱۵ کال په څېر یو ځل بیا د نامعلومو دلایلو له کبله په څلورم پړاو (سي پی ایل) کرکټ سیالیو کې ګډون نه لري.

یادې لوبډلې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال پړاونو کې ګډون کړې، ښه نه وه ځلېدلې چې د سیالیو ۵م او وروستی ۶م مقام یې ترلاسه کړی و.

د دغه جام لومړۍ اتلولي د کریس ګېل په کپټانۍ کې جمیکا لوبډلې، دویم پړاو اتلولي د کېرون پولارډ په کپټانۍ کې برباډوس لوبډلې او د درېیم پړاو د اتلولۍ جام تېر کال د ډیون براوو په کپټانۍ کې ټرینډاډ او ټوبیګو لوبډلې ترلاسه کړې ده.

ویسټ انډیزې لینډل سیمینز په دې سیالیو کې په ټولټال ۷۱۲ منډو مخکښ بیټسمین او د نوموړي هېوادوال کریشمرسنټو کې پر ۳۳ ویکټو مخکښ بالر شمېرل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام