طالبان هر کال له ګواښونو، انسان تښتونو، دنشي توکو له قاچاق او کانونو څخه په ميلیونونو ډالر لاس ته راوړي.
د ملګرو ملتونو له لورې د طالبانو پرکړنو د نظارت کولو استازي د راپور له مخې طالبان هر کال يوازې په بدخشان ولايت کې کان کيندونکو ته د ګواښ کولو له لارې يو ميليون ډالر لاس ته راوړي.
همدارنګه په پکتيا ولايت کې د کرومېټ کان څخه دوه پر دريمه برخه لاس ته راوړي او د جګدلک له یاقوتو کانه ۱۶ ميليونه ډالره د طالبانو جیبونو ته ورځي.
د دې ترڅنګ طالبان هر کال د قيمتي ډبرو د ليږد له لاريو او نورو موټرو څخه د ۲۴۰ څخه تر ۳۶۰ زره ډالره قلنګ اخلي.
دغه راپور وايي؛ چې د دغو اړيکو پېل له ۱۹۹۰ کلونو سرچينه اخلي او دغه غير قانوني ډلې د سړي تښتونکو، نشي توکو د قاچاق وړونکو، په غير قانوني توګه د کانونو ويستونکو او نورو سره خپلې اړيکې د پخوا په پرتله قوي کړي دي.
د دغه راپور پر بنسټ طالبان په بېلابېلو طريقو په ځانګړي ډول، د کانونو ویستلو په پروسه کې په غېر مستقيم ډول لاس وهنو، د کان ویستونکو څخه قلنګ اخیستل او کان ویستونکو ته د وسايلو د برابرولو له لارې تغذيه کيږي.
راپور کې دا هم راغلي، چې طالبانو سړي تښتونو لړۍ له ۲۰۰۵ زیږديزکال را په دېخوا زياتې کړي او هر کال له دې لارې ۱۶ ميليونه ډالره لاس ته راوړي.
د ملګرو ملتونو له لورې د طالبانو پر کړنو د نظارت ډلګۍ غړو راپور کاږي، چې طالبان له ۲۰۰۱ زیږديز کال راهیسې په سيمه کې د خپلو غير قانوني لارو د عوايدو سيسټم پېچلی کړی.
د دغه راپور پر اساس، حاجي بشر نور زايي، حاجي بريګت، د نشي توکو لوی قاچاق وړونکی حفېظ الله خان، د ملا عمر سلاکار حاجي بشر؛ چې په امريکا کې زنداني هم دی د طالبانو اصلي تمويلونکي او د دغه سيسټم چلوونکي دي.
په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې د طالبانو لوی اقتصاد پوه او د حاجي باغچو ملګری مولوي عبدالکبير د قاچاق وړونکو اصلي غړی بلل کيږي.
مولوي عبدالکبیر دطالبانو دواکمنۍ پر مهال دننګرهار والي او دموقتې ادارې له رامنځته کېدو وروسته دپېښور شورا مهم غړی دی.
دوی د پېسو مينځلو قوي سیسټم هم رامنځ ته کړی، چې د عبدالحبیب علي زي په واسطه په کندهار کې؛ لاهورجان، حاجي جمعه خان، حاجي عزیزالله علي زی. له هلمند څخه شاه محمد بارکزای، حاجي باز محمد، عبدالهادي، محمد ولي، د اتحاد د نوشابه شرکت او د جديد انصاري د پېسو بدلولو شرکت له لورې اداره کيږي.
راپور وايي؛ چې طالبان د کوکنارو د کښت څخه هر کال لس سلنه عشر لاس ته راوړي.
همدارنګه د دغه راپور ليکونکي وايي، چې د طالبانو او ترهګرو ډلو ترمنځ د مرستو زياتوالی کولای شي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خنډ واقع شي او دا د اندېښنې وړ خبره ده.
دغه معلومات په ډاګه کوي، چې په ناامنۍ کې د طالبانو ګټه ده؛ ځکه که چېرې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي، نو دوی به د اقتصاد له پلوه کمزوري شي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو کارپوهان د امنيت شورا څخه غوښتنه کوي، چې پر طالبانو خپل بندیزونه زيات کړي، چې د دغو ډلو اړيکې د نورو وران کارو ډلو سره پرې شي.