د کام ایر هوايي شرکت د الوتنو له ځنډېدو وروسته د بدخشان، بامیان او غور ولایتونو سیمهییز چارواکي د دغه شرکت د الوتنو بیاځلي پيلولو په چاره کې د ځنډ لهامله اندېښنه ښيي او وايي، چې کابل ته د ځمکې له لارې د راتګ پرمهال ستونزو سره مخ دي.
د بدخشان ولایتي شورا مشر بشیر صمیم سلاموطندار ته وویل، د کام ایر هوايي شرکت د الوتنو ځنډېدو لهامله په رخصتیو بدخشان ته ورغلي ملکي او پوځي کارکوونکي بند پاتې او د الوتنو بیا ځلې پیلېدو ته په تمه دي.
د بامیانو یو سیمهییز سوداګر عبدالستار وايي، که چېرې کام ایر هوايي شرکت بامیانو ته له سره الوتنې پیل نه کړي، د دغه ولایت سیمهییز چارواکي او اوسېدونکي د کابل – بامیانو په لویه لار کې د ناامنیو لهامله کابل ته سفر نه شي کولی.
ورته وخت کې د غور ولایت یو استوګن محمدنذیر وايي، له هغې چې د دې شرکت الوتنې ځنډېدلي؛ خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وايي، د لویو لارو امنیت ښه نه دی او حتا ځینې خلک حیران دي، چې خپل ناروغان څنګه تر کابله او نورو ځایونو پورې یوسي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست یو کارکوونکي شېرزي وویل، چې د پلان لهمخې تېره ورځ باید کابل ته تللي وای؛ د الوتنو ځنډ لهامله پاتې شول. دی وايي، لارې ناامنه دي او دولتي خلک پرې تګ را تګ نه شي کولی.
د الوتنو ځنډ او د خلکو اندېښنو په اړه د کام ایر شرکت چارواکی کپتان صمدي وايي، د دغه شرکت الوتنې به ډېرژر بېرته پیل شي.
صمدي وویل:« بدخشان، چغچران او بامیانو ولایتونو ته کومې الوتنې مو چې لرلې وځنډېدې ځکه زموږ وړې الوتکې نه شته، ښایي له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې نوې الوتکې راونیسو او د پاتې ولایتونو الوتنې له سره پیلوو.»
پر انټرکانټیننټال هوټل له ترهګریز برید وروسته، چې په ترڅ کې یې د کام ایر هوايي شرکت ۱۱ کارکوونکي ووژل شول، دغه شرکت په افغانستان کې خپلې الوتنې وځنډولې.