ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل سروبي ولسوالۍ ته لاړ او د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره یې د دې پروژې عملي کار پرانیست.
ولسمشر غني وايي، د کاسا زر پروژه به د اقتصادي تعاملاتو په برخه کې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد لومړنی تر ټولو لوی دهلېز وي.
د يادې پروژېد پرانيستو په مراسمو د برښنا رييس امانالله غالب وويل چې دا د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې يو لوی ګام دی.
ياده پروژه چې د قرغیزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، ۳۰۰ میګاواټه یې افغانستان او ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا یې پاکستان ته ورکول کېږي.
دغه راز به افغانستان د دې برېښنا د ترانزیټ له درکه په کلني ډول له ۴۰ نه تر ۴۵ میلیونه ډالرو عاید هم ولري.
دا پروژه به په افغانستان کې له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو تېره شي.
د يادولو ده چې دا پروژه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۹مه بشپړېږي او ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.