ټاکل شوې د کابل پروسې دویم پړاو د ۲۵ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو په ګډون د روانې فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.
د دغې غونډې موخه د افغان حکومت په مشرۍ د سولې په تړاو د نړیوالې او سیمهییزې اجماع رامنځته کول بلل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، غونډه کې به د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د سولې بهیر پیلولو په اړه د سولې نوې طرحه وړاندې شي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه غونډه کې زیاتره هېوادونه د بهرنیو چارو وزارت د معینانو په سطحه ګډون کوي او د قطر هېواد هم چې تېره غونډه کې یې ګډون نه و کړی؛ خپل استازی د کابل پروسې دویمې غونډې ته رااستوي.
ښاغلی مستغني د کابل پروسې لومړی پړاو له لاسته راوړنو ډک بولي. وايي، حکومت وکولی شول د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د تروریزم خطر په اړه پیغام وړاندې کړي.
خو سیاسي شنونکی وحید مژده بیا په دې باور دی چې د کابل پروسې لومړي پړاو مثبتې پایلې نه درلودې او دویم پړاو به یې هم بېپایلې وي.
د ښاغلي مژده په وینا، طالبان له افغان حکومت سره خبرو کولو ته لېوالتیا نه لري.
سلاموطندار ته د رسېدلو اطلاعاتو پر بنسټ، ټاکل شوې د کابل پروسې دویمه غونډه کې د تاجکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، چین، ایران، پاکستان، هند، ترکیې، سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو، د امریکا متحده ایالتو، بریتانیې، المان، فرانسې، ایټالیا، ناروې، سوېډن، کاناډا، جاپان، کوریا، اسټرالیا، د اروپايي ټولنې، ناټو او د ملګروملتونو استازي ګډون وکړي.
د کابل پروسې لومړی پړاو د تېرکال د جون میاشتې په ۶مه نېټه د ۲۴ هېوادونو او درېیو نړیوالو سازمانونو په ګډون کابل کې ترسره شو.
د کابل پروسې په لومړۍ ناسته کې د سولې خبرو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او له پاکستان سره د خبرو لهپاره یوې سیمهییزې او نړیوالې اجماع ته د رسېدو په موخه بحث شوی و.