د وینې ورکولو دغه بهیر د ځېنو ځانګړو خیریه ټولنو ترڅنګ د دولتي مامورینو له خوا هم مخ ته ځي او د خپلې وینې په ورکولو سره د بل ټپي افغان د ژوند ژغورلو هڅه کوي.
د راپورونو پر بنسټ د کابل د وروستیو پېښو د ټپیانو له پاره د مرکز په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ګڼو افغانانو شاوخوا ۲۵۰ زره سي سي وینه ورکړه.
په ورته وخت کې په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مامورینو هم په ډله ییزه توګه نن د (اګست په ۹مه) په وزارت کې د ډاکټرانو په هدایت د کابل د پېښو ټپيانو ته وینه ورکړه.
د تېرې جمعې په شپه د کابل اتمې امنیتي حوزې اړوند د شاه شهید په سیمه کې موټر بمب چاودنې ۱۵ مړه او تر ۴۰۰ ډېر وګړي ټپيان کړل.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یو تن مامور مسافر قوقندي وايي، نن یې ۳۰۰ همکارانو وینه ورکړه او دغه بهیر به همداسې دوام پيدا کوي.
د قوقندي په خبره، دوی د ماموریت په ډېر کم معاش کار کوي، خو له انسانیت نه د ملاتړ لپاره خپلو ټپي شویو افغانانو ته وینه ورکوي.
د همدې وزارت بل مامور جمیل الدین حبیبزی د انسانیت او شرعي مسولیت د ادا کولو لپاره وینه ورکوي: "د وینې له ورکولو نه مې موخه دا ده، چې انساني او شرعي مسولیت اداکړم او خپلو ټپي شوي وطنوال وژغورم."
بل خوا د داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د وینې بانک مسول ډاکټر زیارت ګل ساپي سلام وطندارته وویل، چې تېره ورځ هم یو شمیر هېوادوالو ټپيانو ته ۱۰۰ لیتره وینه ورکړه.
ډاکټر ساپی زیاتوي، چې د سوداګرۍ وزارت ډېر کارکوونکي په مینه وینې ورکولو ته چمتو شول.
د وینې د ورکولو په لړۍ کې دا لومړی ځل نه دی، چې په کابل ښار کې خلک په ډله ییزه توګه رغتونونو ته ځي او ټپيانو ته وینه ورکوي، بلکې له دې وړاندې د پکتیکا ولایت د ماشومانو په لوبغاړي کې له یوې چاودنې وروسته ګڼو کابل مېشتو د ټپيانو د ژغورنې په پار وینه ورکړه.