نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د وزیر اکبر خان مېنې اړوند د زنبق څلور لارې او ۱۷م سړک ترمنځ سیمه کې چاودنه شوېده.
د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوول محمد اسماعیل کاوسي سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه پهدې پېښه کې له ۸۰ تنو زیات وژل شوي وګړي او د ۳۵۰ په شاوخوا ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شويدي.
ویل کېږي، چې چاودې دونکي توکي په یو ټانکر ډوله موټر کې ځای پر ځای شويوو.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د پېښې هدف معلوم نهو. د ده پر وینا، دا پېښه موټر بم چاودنه وه.
د سیمي عیني شاهدان وايي، چې د ټپيانو او وژل شویو زیاته برخه د روشن مخابراتي شبکې کارکوونکي دي، چې ښځې هم پهکې شاملې دي.
دا پېښه د یک ټلوېزیون دفتر، روشن مخابراتي شبکې او المان سفارت ته نږدې شوېده.
د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو ښيښې ماتې شوېدي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپلې ټویټرپاڼې د دې پېښې غندنه کړې او وژل شویو او ټپيانو سره یې غمرازي شریکه کړېده.
د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او خلکو ته د تګ ـ راتګ اجازه نه ورکوي.
دا د روژې په میاشت کې دویم برید دی، چې په افغانستان کې کېږي. لومړی یې د روژې په لومړۍ ورځ په خوست کې شویو او دویم هغه یې نن سهار کابل کې وشو.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې پهدې اړه څه نهدي ویلي.