که یوه ورځ له هسکو د کابل ښار ننداره وکړئ خامخا به ووایئ، چې په دومره زهري او ککړې هوا کې لا څنګه ژوندي پاتې یو؟ خو ټول کابل بیا دغه ډول نه دی؛ بسنه کوي د قرغې او پغمان نندارې ته ورشئ.
په دغو ورځو کې حکومت په دې لټه کې دی، چې د پلازمېنې ککړې هوا مهارولو او صافولو په موخه نیالګې کېنوي. د دې ځواب په موخه چې له دغه تدریجي مرګ نه د خلاصون په هدف د حکومت هڅې تر کومه رسېدلي هغو سیمو ته ورغلو چې عملا د ککړې هوا مهارولو پروګرام په کې عملي کېږي. له بدهمرغه خلکو د دغه پروګرام د عملي کولو له څرنګوالي هېڅ پوهاوی نه درلود یوازې خوشاله ښکارېدل.
د خلکو په خبره، د دغه پلان طرحه د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لوري عملي کېږي؛ د موضوع لا ښه پوښت په خاطر د همدې وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رییس ته ورغلو.
محمد رفیع قاضیزاده مو د هغه په کاري دفتر کې پیداکړ، سخت مصروف و، له معرفت سره ټولې چارې یې پرېښودې او د مېز یوې څنډې ته په همدې موضوع د خبرو لهپاره کېناستو.
د خوشالۍ خبرونه ورسره و او ویې ویل، د پلازمېنې شین کمربند لهپاره ۱۰ زره هکټاره ځمکه ځانګړې شوې او په ۱۰ کلونو کې ۴۰ میلیونه ډالر یوازې د کابل ښار چاپېریال د وضعیت ښه والي او د اوبو او هوا د تصفیې په خاطر به ولګول شي.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس وايي، تراوسه ۱۳۰۰ هکتاره ځمکه د کابل شین کمربند طرحې تر پوښښ لاندې راغلې او د دې طرحې موخه د پلازمېنې ککړې هوا سره مبارزه ده.
قاضيزاده وویل، له شېر دروازې تر شهدای صالحین، تر بیني حصاره، خیراباد تپې او چهار اسیاب پورې؛ دغه راز له قرغې چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یوازې همدغلته رانغاړل کېږي تر قصبې، څرخي پله او اسمايي غر د کابل د شین کمربند په طرحه کې شامل دي.
ټاکل شوې د پلازمېنې شین کمربند شاملو سیمو کې کېنول شوي نیالګي د څلورو کلونو لهپاره د کرنې وزارت لهخوا محافظت شي او له هغه وروسته به د کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي، چې د دغو سیمو د ساتلو په موخه د کابل ښاروالۍ ټولنې شکېلیږي.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس وویل، چې د کابل د شین کمربند طرحه په مستقیمه توګه زرګونو تنو ته کاري زمینه برابروي.
د پلازمېنې د شین کمربند تر پوښښ لاندې سیمو لهپاره اوبه، برېښنا او محافظتي دېوالونه په پلان کې شامل دي.
محمد رفیع قاضیزاده وايي، د شین کمربند پلان په کندهار او هرات ولایتونو کې هم پلی کېږي.
داسې یو ښار لهپاره چې ورځ تربلې هوا یې ککړیږي دا د خوشالی یو زیری دی. خو کله چې د کابل ښاریانو سره مو خبرې پرې وکړې له دې پروګرامه یې هېڅ راز معلومات نه درلود او ځینو یې ویل، چې دا لومړی ځل دی د کابل د شین کمربند نوم اوري.
د ښار یو تن استوګن بصیر وویل، ښايي د کابل د شین کمربند طرحه د راتلونکي ولسمشر په راتګ سره بدلون وکړي.
دی وايي، د ککړې هوا کمولو، د کاري زمینې برابرولو او د څو میلیوني ښار لهپاره د شنه چاپېریال ایجادولو په موخه دغه ۴۰ میلیونه ډالره خورا کمه بودیجه ده.
د هغه په خبره، وخت ورته ثابته کړې، چې حکومت تراوسه هېڅ اوږدمهالې پروژه او پلان په بشپړ او سم ډول پای ته نه دی رسولی او دغه راز موجود فساد په هېواد کې د بنسټیزو پروژو خنډ ګرځي.
بصیر ټینګار کوي، حکومت باید د شین کمربند سربېره هڅه وکړي په ښار کې د نیالګیو په کېنولو پارکونه او تفریح ځایونه زیات کړي او په دې سره د ککړې هوا کچه راکمیږي.
نوموړی دغه راز وایي، حکومت باید له دې طرحې سربېره د لېږد را لېږد وسایط کم او دغه راز د موټرو موجوده سوند توکیو لهپاره مناسب بدیل ولټوي.
د فرخ لقا احمدي په نوم د کابل ښار یوې استوګنې وویل، دا یوه عالي طرحه ده، خو زیاتوي دغه ډول طرحې یوازې زمزمه کېږي او هېڅکله عملي بڼه نه خپلوي.
مېرمن احمدي وايي، حکومت باید د دغې طرحې د عامه پوهاوي په برخه کې کار وکړي تر څو خلک له دغه کار عملي ملاتړ وکړي.
نوموړې زیاتوي، غربت هېوادوال ناهیلې کړي او حکومت باید هڅه وکړي د دغو طرحو په اډانه کې خلک ژوند ته هیلهمن کړي.
له احسان سره د پلازمېنې په نوي ښار کې مخ شوم. هغه د کابل د شین کمربند خبره وکړه ویې ویل چې په دې اړه معلومات نه لري، خو که حکومت د شنه چاپېریال بدلولو پرېکړه کړې وي، دا غوره او د ستاینې وړ اقدام دی.
د هغه په ویناو سره له دې چې په تېرو کلونو کې دغه ډول ډېر پروګرامونه پرانیستل شوي، خو کومه ګټه یې نه وه کړې.
احسان زیاتوي، د کابل هوا په دې ورځو کې له هر بل فصله زیاته ککړه شوې ده، په تېره سهار او ماښام مهال چې تنفس ستونزمن او دود او غبار بېخي زیات شي.
هغه وړاندې زیاتوي، په وسایطو کې د بېکیفیته سوند توکیو کارونه، په بخاریو کې د ډبرو سکرو او لرګیو سوند او هغه خاورې دوړې چې د کابل له واټونو هوا ته پورته کېږي؛ خو له دغه وضعیت سره سره تراوسه هېڅ بنسټ د دغه چاپېریال لهامله رامنځته کېدونکیو خطرونو په اړه خبرداری نه دی ورکړی.
د کابل دغه ښاري یادونه کوي چې ښاروالي هر کال د پسرلي موسم په پیل سره د نیالګیو کینولو کمپاین او د هوا ککړتیا کمولو فعالیتونو خبر ورکوي، خو د هوا ککړتیا کچه د دې خلاف هرکال مخ په زیاتېدو ده. له دې سره سره احسان بیا هم هیله من دی.
دی وایي که چېرې فساد او خیانت د کابل د شین کمربند طرحه ککړه نه کړي، په راتلونکي کې د کابل پاکې او صفا هواته، تمه کېدی شي.
د شنه کمربند پروژه تېر کال په رسمي توګه د کرنې وزارت، د انرژي او اوبو او ښاري پراختیا وزارتونو د پلازمېنې اراضۍ ادارې په همکاري پیل کړه او د عامه پوهاوي ورکړه کې به د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه همکاري وکړي.