د کابل د ځوانانو او تنکیوځوانانو ترمنځ د پان پلورل زیات شوي

د کابل ښار یو شمېر پلورنکي وايي چې په‌ کابل ښار کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ د پان یا عصري شویو نصوارو پېر زیات شوی‌دی.

د سړک په غاړه ولاړ پلورنکی محمد انور وايي چې هره ورځ نږدې پنځه پاکته پان پلوري چې هر پاکټ له ۱۲ نه تر ۱۵ پورې عصري شوي نصوار یا پان لري.

دی چې په‌خپله هم دا عمل لري؛ زیاتوي ډېر کوچني هلکان په‌دې عمل راغلي دي.

دی دا هم وایي چې یو شمېر ځوانان له پان او سپين‌ږیري او د زیات عمر کسان بیا له نسوارو استفاده کوي. په خبره یې د پان ۵۵۵ او کول نومي هغه زیات پلورل کېږي.

د محمد جعفر په نوم یوبل هټیوال وايي، هغو ځوانانو چې نسوارو ته مخه کړې بازارونو ته د پان په راواردېدولو سره اوس پان زیات کاروي او د ورځې شاوخوا یو بسته ۵۵۵ پان چې ۲۴ پاکټه په‌کې وي حتمې پېري.

د ابن‌سینا روغتون د روږدو کسانو په واټ کې موظف ډاکټر نعمت‌الله شاداب په‌دې اړه سلام‌وطندار ته وویل، د پان مصرف د خولې سرطان پيداکوي.

د ښاغلي شاداب په خبره، د پان دوامداره مصرف د نشه‌يي توکیو د روږدېدو لامل هم کېږي.

ډاکټر شاداب دا هم وویل چې د پان مصرف په پایله کې انسان په ناهیلۍ، بدخلقۍ او شدیدې ستړتیا اخته کېږي.

پان ۵۵۵ په افغانستان کې تولیدېږي او دغه راز نور ډولونه یې له بهره هېواد ته واردېږي او هېڅ ډول مالیات پرې نه‌دي وضع شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام