د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د تېرې شپې اورلګېدنې د ۳ تنو کابل ښاریانو ژوند اخېستی او ۲۷ نور یې سوځولي دي چې په سوځېدلو کې د ۶ تنو روغتیایی وضعیت نازک ښودل شویدی.
ويل کېږي چې په دغه سیمه کې بیګا شپه لومړی د احمد یار په نوم د تېلو ټانک اور اخېستی او بیا ورسره نږدی د کابل ټاور ۱۰ پوړیزه ودانۍ هم سوځېدلې ده. پهدې ودانۍ کې د کورونو او دوکانونو ترڅنګ یو روغتون هم و.
عیني شاهدان وايي، له اورلګیدنې وروسته د ټانګ او ودانۍ نږدې د څلورم مکروریانو بلاکونو اوسېدونکي هم له کورونو وتلي.
دغه راز د سوداګرۍ خونی مسوول حسیب رحیمي یوې سرچینې ته ویلي چې اورلګیدنه په یو ټانکر کې د ځای پرځای شوي ماین د چادونې په پایله کې رامنځته شویده.