په مرکز او ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدلو د مېرمنو بشري حقونو د فعالانو اندېښې زیاتې کړي دي.
د دغو فعالانو پر وینا، سره له دې چې د ښځو چارو وزارت د نوامبر میاشتې په پیل کې د ښځو بشري حقونو په برخه کې لیکدړې ولګولې او له مېرمنو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په برخو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړل، خو بیا هم د ښځو پر وړاندې بوږنوونکې پېښې رامنځ ته کېږي.
له بېلابېلو ولایتونو د رارسېدلو راپورونو پر بنسټ، په دې وروستیو کې په تخار ولایت کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله د "موږکانو دارو" په خوړلو ځان وژنه کړې وه، دغه راز په غزني ولایت کې یوه مېرمن د مېړه له خوا ووژل شوه، د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې په یوه شپه دوه خویندې د یو قوماندان ساتونکي ته نکاح شوې، په بغلان کې یو ورور خپله خور او اوښی ووژل او په بادغیس ولایت کې یو پلار له خپلې دوه کلنې لور سر غوڅ کړی و.
د دې ټولوسربېره طالبانو هم د کندهار هوایي ډګر ۵ ښځینه مامورینې په ګولیو ووېشلتې.
اوس پوښتنه داده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې دولت په ډېر لوړ لګښت کړنلاره جوړه کړه او د نړیوالو ټولنو له خوا د دومره مرستو سره – سره د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه کمه شوې نه ده.
د ښځو بشري حقونو فعالې او په ولسي جرګه کې د ښځو چارو کمېسیون رییسې فوزیې کوفي سلام وطندار ته وویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي فعالیتونه تر ډېره شعاري وو او د هغو کسانو له خوا پر مخ وړل کېږي، چې د ښځو له حالاتو ناخبره دي.
د مېرمن کوفي پر وینا، د ښځو وضعیت ښهوالي لهپاره تراوسه ۱۶ میلیارده ډالر لګول شوي، خو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه را ټیټه شوې نه ده.
نوموړې، اقتصادي ستونزې، نالوستیا او د ناامنیو زیاتېدل د تاوتریخوالي اصلي لاملونه ګڼي.
د ښځو حقونو فعالې زهرا یګانه هم وایي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو راکمېدو لهپاره تراوسه بنسټیز کار نه دی شوی او دولت یوازې د عامه پوهاوي پر څو لنډ مهالو پروګرامونو بسنه کړې.
په کابل کې د بشري حقونو ساحوي دفتر مرستیالې شبنم سیمیا سلام وطندار ته وویل، چې د تاوتریخوالي لهمنځه وړلو لهپاره باید په لومړي سر کې د هغه لاملونه روښانه او وروسته یې حکومت په لهمنځه وړلو کې جدي اقدام وکړي.
د مېرمن سیمیا په باور هغه مهال، چې یو شخص له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وي، پوهاوی ورکول ګټه نهکوي.
په کابل کې د بشري حقونو ساحوي دفتر مرستیالې شبنم سیمیا پر وینا، دولت باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د ښځو د پياوړتیا په برخه کې کار وکړي.
د بشري حقونو ساحوي دفتر مسوولین وایي، چې یوازې په نوامبر میاشت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۰ پېښې ثبت شوي دي.