د ښوونکیو او ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو ته په کابل کې ازموینه پیل شوه

د ملکي خدمتونو او اداري سمون خپلواک کمېسیون نن ورځ د ولسمشر اشرف غني په حضور کې، په کابل کې د ښوونکیو او دغه‌راز د پنځمو او شپږمو بسټونو له‌پاره په ډله‌ییز ډول ازموینه اخیستل پیل کړل.

 ټاکل شوې له ۳۰ زرو داوطلبانو په دوو پړاوونو کې ازموینه واخیستل شي؛ ورپسې به د ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو ته هم ازموینه واخیستل کېږي.

په دغو مراسو کې ولسمشر غني له ښوونکیو وغوښتل هغه نسل وروزي چې په هېواد کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي.

د ښاغلي غني په وینا د بدلون یوازینې لار د سالمې سیالۍ له لارې د کارکوونکیو ګومارل دي.

مراسمو ته د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وویل، دغه وزارت د ښوونکیو له کمي سره مخ دی او سږکال یې د اداري سمون په همکاري نږدې ۱۳زره بستونه اعلان کړي دي.

دغه راز، د اداري سمون او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس نادر نادري وایي، په دغه بهیر کې لاسوهنه او سیاسي نفوذ له منځه تللی او رڼښت په بشپړه توګه په پام کې نیول کېږي.

د ښاغلي نادري په وینا، په دغه بهیر کې ښځو پراخه ونډه اخیستې او په دې ډله‌ییزه ازموینه کې شاخوا۸۰ زره ښځو ګډون کړی دی.

د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې په ۳۴ ولایتونو کې د ۴۲بنسټونو شاوخوا ۱۷زره تش بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړل. له دې شمېرې ۸ زره د ښوونکیو او پاتې ۵ او ۶ بستونه د ملکي خدمتونو دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام