
پوهنې وزارت نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د خصوصي ښوونځیو له لومړي ټولګي نه تر دولسم او د دولتي هغو یوولسم او دولسم ټولګي به د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.
د پوهنې وزارت دا طرحه د زدهکوونکو د یوشمېر کورنیو له نیوکو سره مخ شوې ده.
یوشمېر پلرونه او میندې چې ماشومان یې په دولتي ښوونځیو کې زدهکړې کوي، د پوهنې وزارت دغه پرېکړه پر توپیري چلن ولاړه بولي او وايي، دا طرحه د شتمنو او بېوسه کورنیو ترمنځ ښکاره توپیر کول دي.
د کابل اوسېدونکي اسدالله غزنوي او ترینا بیات وايي، د پوهنې وزارت دا پرېکړه نه یوازې د دولتي او خصوصي ښوونځیو له زدهکوونکو سره توپیري چلن دی، بلکې د هغوی پر زدهکړو منفي اغېز کوي او یو کال به له خصوصي هغو وروسته پاتې شی.
دوی له دولته غواړي چې د خصوصي ښوونځیو په څېر په دولتي هغو کې هم د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي او پرېږدي چې د بېوسه کورنیو ماشومان هم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي د دولتي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ توپیري چلن ردوي او وايي، په دولتي ښوونځیو کې د ځای نه موجودیت او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نه نیول د دغې پرېکړې اصلي لاملونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې دولت په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو له کبله د روان کال له وري میاشتې راهیسې ټول ښوونیز او د لوړو زدهکړو مرکزونه رخصت کړي وو.





