د پوهنې وزارت چارواکي وایي په نوې طرحه کې د ښوونځیو تعلیمي نصاب شته ټولې ستونزې په ګوته شوې دي.
د پوهنی وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل سلاموطندارته وویل چې له دوو کلونو راهیسې پر تعلیمي نصاب کار روان وو او اوسمهال په هغه کې د سمونونو او بدلونونو طرحه بشپړه شوې ده.
کبیر حقمل زیاتو پر دې طرحې له سلو ډېرو کارپوهانو کار کړی چې لومړی برخه یې د املایي تېروتنو سمول، دویمه برخه اساسي ریفورم دی چې د کتاب له عنوان او مضمونه نیولې بیا د کتاب تر متن پورې سمون په کې راځي.
په تعلیمي نصاب کې د سمون او بدلون، نوې طرحه ولسمشر ته وړاندې شوې ده.
د ښاغلي حقمل په وینا د تعلیمي نصاب په نوې طرحه کې له لومړي تر ۳ ټولګي پورې اساسي بدلون راغلی او په راتلونکي تعلیمي کال کې به په ځینو ولایتونو کی په امتحاني بڼه یوازې د ژبو په برخه کې پلی شي.
د پوهنې وزارت د نشراتو مسوول همدا ډول وايي:« له هغه وروسته به له ۳ تر۶ او بیا به له ۶ تر ۹ او له ۹ تر۱۲ ټولګيو د نصاب ریفورم موضوعات را منځ ته شي چې په دې کې به امکان ولري ځینې مضامین بېخې لهمنځه ولاړشي د کتابونو شمېر او پاڼې به یې راکمې شي او په درسي بهیر کې به د زدهکوونکیو ونډه ډېره شي.»
د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل زیاته کړه چې دا به په ځینو ښوونځیو کې په امتحاني بڼه پلی کېږي او ستونزې به یې بېرته سمېږي.
دی زیاتوي نوی تعلیمي نصاب ښایي په ۲ یا ۳ کلونو کی په بشپړه توګه پلی خو په ښوونځیو کې به لږ تر لږه له ۲ تر ۳ کلونو اوسنی تعلیمي نصاب تدریس شي.