د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې د ډالرو د ارزښت لوړېدل به د برق په بېلونو هم اثر وکړي.
دوی زیاتوي، لکه څرنګه چې د ډالرو ارزښت د افغانيو په پرتله لوړ شوی، نو د برېښنا پر قيمت يې هم اغیزه کړې ده.
د برېښنا د عمومي ریاست ویاند وحيد توحيدي سلام وطندار ته وویل، چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو برېښنا په ډالرو اخلي او لکه څرنګه، چې په دې وروستيو کې د ډالرو ارزښت د افغانيو په پرتله زیات شوی، نو د برق لګښت به هم پر کورونو او د ښار پر نورو ودانيو زیات راځي.
یاده دې وي، چې پخوا سل ډالر ۵ زره او ۵۰۰ افغانيو شاوخوا تبادله کېده، خو اوسمهال دغه نرخ ۶ زره او ۵۰۰ افغانیو ته لوړ شوی.
توحيدي زیاتوي، د برېښنا شرکت په دې وجه، چې د افغانیو په پرتله د ډالرو ارزښت پورته شوی، نو د تېرو ۶ میاشتو راهیسې يې ۷ ميليونه ډالره تاوان کړی.
د نوموړي په خبره، د افغانستان د برېښنا شرکت هر کال له ۲۰۰ میليونو افغانیو زیاتې پېسې ګاونډيو هېوادونو ته د برق د لګښت له امله ورکوي، خو په دې وروستيو کې د ډالرو د ارزښت لوړوالي له امله نه شي کولی، چې دغه مقدار پېسې تحويلې کړي.
د برېښنا عمومي ریاست د ویاند په وینا د راتلونکي ليندۍ میاشت څخه وروسته به په هر کيلو واټ کې ۵ پوله زیاتې شي.
راتلونکي ليندۍ یا قوس میاشت به د برق څلورمه دوره وي.
په هرات ولایت کې پر کورونو د ویشل شويو بيلونو په پای کې ليکل شوي، چې په راتلونکي دوره کې به د ډالرو د ارزښت لوړېدو له امله د برق لګښت هم لوړ راځي.
خو د هرات ولایت ځينې اوسېدونکي بیا وايي، چې د دولت له خوا د برق د لګښت زياتوالی له عامو خلکو یو ډول باج اخیستل دي.
دوی وايي، اوسمهال زیات افغانان له بيکارۍ او فقر سره مخ دي او په دغو شرایطو کې د برق د بيې لوړوالی به دوی ته د منلو وړ نه وي.
دوی وړاندیز کوي، که چېرې د برق لګښت د ډالرو د بيې په اساس حسابيږي، نو د مامورينو معاشونه دي هم باید د ډالرو له مخې ورکړل شي، تر څو دوی خپلو نورو لګښتونو ته رسېدنه وکولی شي.
همدارنګه په هرات ولایت کې د برېښنا مسوولين وايي، چې د ډالرو د بيې لوړوالي له امله دغه شرکت څو ميليونه تاوان کړی او دغه ریاست پريکړه کړې، چې د برق لګښت زیات کړي.
څو ورځې وړاندې دغه شرکت په هرات کې د برېښنا لګښت په هر کيلو واټ کې له ۳،۲ افغانيو څخه ۵،۲ ته لوړه کړې وه.
د برېښنا د ریاست له لوري دغه اقدام د هرات اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخ شو، چې وروسته بیا د هرو کيلواټو بیه يې ۴ افغانيو ته راښکته کړه.
اوسمهال ۱۲۰ میګاواټه برېښنا له ایرانه او ۲۰ میګاواټه نور يې بیا له ترکمنستان هېوادونو هرات ولایت ته وارديږي.