که د چین هنان ښار لرې پرته تانګژو کلي ته ورشئ، طبیعي منظرې او پراخې کروندې به ووینئ، خو تر ټولو په زړه پورې هغه به یې ۳۷ متره هسکه له سروزرو جوړه شوې مجسمه وي.
دغه لویه جوړه شوې طلایې مجسمه د چین کمونیستي انقلاب رهبر مرحوم "ماووتسه تونګ" مجسمه ده، چې له ورایه تاسو ته په شنډو کې مسکا ده.
د اینډیپنډنټ راپور له مخې د ماووتسه تونګ جوړه شوې مجسمه داسې ښکاري، چې د کمونیستي انقلاب په ثمرې ویاړي.
دغه مجسمه ټولټال د ۶۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د هنان ښار د کارګرو او ښاریانو په مرسته جوړه شوې ده.
د چین د کمونیستي انقلاب رهبر ماووتسه تونګ له ۱۸۹۳ تر ۱۹۷۶ کلونو پورې د ژوند تر پایه پورې حکومت وکړ.
ماویسم له مارکسیستي او لنینیستي اندېښنو سرچینه اخلي او په چین کې زیات پلویان لري.
ماووتسه ته په چین کې د ملت بابا نوم ورکړل شوی دی او د دغه هېواد زیاتو خلکو او په ځانګړي ډول د چین اوسني ولسمشر له خوا ماوو ته استثنايي شخص نوم ورکړل شوی.
د ماوو مجسمه په ۹ میاشتو کې جوړه شوه او د نوي کال په پیل کې د خلکو د نندارې له پاره کېښودل شوه.
خو په ورته وخت کې د چین هېواد اقتصادي سیاست نیوکه کوونکي وايي، چې د دغه دولت ناسم اقتصادي بازار ته په کتو دغه کار نا سم دی.
بل لورته ځېنې نور په دې اند دي، چې دغه مجسمه په لرې پرته کلي کې د ګرځندوی له پاره په مناسب ځای کې نه ده جوړه شوې.
په ۱۹۵۰ م ز کال کې د چین هېواد د وخت کمونیستي حکومت د سخت دریځي سیاست له کبله د تانګژو په کلي کې میلیونه چینایان د ولږې او قحطي له امله مړه شول.