دغه ناسته تېره ورځ د ایران په تهران ښار کې جوړه شوې وه.
د بهرنيو چارو وزارت له هغې ناستې خبر ورکړ، چې د ایران په تهران ښار کې د چابهار ترانیزیتی بندر په اړه د نړیوال لیږ را لیږد دهوکړې د څرنګوالي په اړه جوړه شوې وه.
د بهرنيو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې دا ناسته تېره ورځ( سه شنبه ) د افغانستان، ایران او هندوستان د بهرنيو چارو وزارتونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
د خبر پانې په اساس په دې ناسته کې د هوکړې د متن په نهایي کولو. د څار د عالي کمېټې د شورا په جوړښت او د چابهار بندر د پرانستنې د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
له افغانستانه تللي پلاوي کې د ترانسپورت، سوداګرۍ او صنایعو، مالیې او ټول ګټو وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو دخونې استازو ګډون کوه چې مشري یې د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو ریاست رییس وحیدالله ویسي په غاړه درلوده.
د ایران دچابهار بندر په اړه له ۲۰۱۲ کال راهيسې خبرې اترې پیل شوي خو د (ریکا۶) په ناسته کې د ۳ واړو هیوادونو چارواکو په دې سره سلا وکړه چې باید ژر تر ژره ددې ترانیزيتي بندر هوکړه په ورستي بڼه جوړه کړي.
د چابهار بندر د ایران په جنوب ختیځې د بلوجستان سستان سیمه کې موقعیت لري چې ددې درې هیوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان له پاره چې بهري لاره نه لري ډير اقتصادي اهمیت لري.
ایران په دې سیمه کې افغان سوداګرو ته نږدې ۵۰ هکټاره ځمکه ځانګړې کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت خبر پاڼه وايي چې د چابهار د هکړې په لاسلیک سره به په بیلا بیلو برخو کې ستونزې هوارې شي او د ویزو په برخه کې به اسانتیا رامنځته شي.
دوی په ځانګړې توګه د ریل پټلی، ګمرک او سودا ګرۍ په برخه کې د اسانتیاو یادونه کړې ده.
ټاکل شوې په دې اړه بله ناسته د هندوستان په کوربتوب ترسره شي.
د راپورنو پر بنست افغان سوداګر اوس مهال زیاتره سوداګریزې چارې چې هند سره یې لري د پاکستان د واګه او د ایران د عباس بندر ترسره کوي.
خو د پاکستان په کراچۍ او واګه بندر کې بیا افغان سودا ګر له زیاتو مشکلاتو سره مخ کيږي او په بیلا بیلو بهانو یې په وارداتي او صادراتي توکو محدودیتونه وضع کيږی.