د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال سلام وطندارته وویل، چې ټاکل شوې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ له چابهار بندره د درې اړخیزې سوداګریزې او ترانیټي ګډې ګټې اخیستنې تړون نن (دوشنبه) لاسلیک شي.
دغه تړون به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ایران ولسمشر حسن روحاني او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي لاسلیک کړي.
مینه پال زیاته کړه، چې چابهار بندر د افغانستان د صادراتو او وارداتو له پاره خورا زیات ارزښت لري او د دغه بندر په پرانیستنې سره به د هیواد صادرات او واردات د پام وړ پرمختګ وکړي.
د مینه پال په وینا، د چابهار پروژه د ۳ واړو هیوادونو افغانستان، هند او ایران ترمنځ سوداګرۍ ته ښه زمینه برابروي.
دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندارته وویل، چې چابهار بندر د کراچۍ او عباس بندرونو په پرتله له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کیلو متره د افغانستان مرکز ته نږدې دی او له دې لارې په لږ لګښت واردات او صادرات شوني دي.
قوقندي زیاته کړه، چې له چابهار بندره د سوداګریزو کانټینرونو لېږد ارزانه تمامېږي، چې دا په خپله د توکو پر بیه مثبت اغیز کوي.
قوقندي زیاته کړه، هر هېواد چې افغان سوداګرو ته ښې اسانتیاوي رامنځته کړي؛ نو له هغې هېواده د افغانستان ترانزیټ او وارداتو بهیرګړندي کیږي.
ښايي، چې د چابهار بندر د عملي کار په پیلیدو سره هند ته د افغانستان صادرات لا هم زیات شي.
چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې ستره سوداګریزه سیمه ده، چې د دې بندر جغرافیوي موقعیت د سیمې هېوادونو په ځانګرې توګه افغانستان او هندوستان له پاره ارزښت لري.
هندوستان د همدغه بندر په مرسته کولی شي، د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې او پراخه کړي.
ایران لا وار دمخه په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکیو د لېږد رالیږد له پاره یوه سیمه ځانګړې او ژمنه یې کړې چې افغان سوداګرو ته به اسانتیاوې برابروي.