د افغانستان په لویو ښارونو په ځانګړي توګه کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو له زېرمو بېځایه او پرېمانه استفاده کول په دې وروستیو کلونو کې خلک د اوبو کمښت سره مخ کړي دي.
د سترو ښارونو سربېره په پلازمېنه کې د موټرو او قالینو مینځلو اسټېشنونو، حمامونو او د اوبو هغه شمېر څاګانې چې خصوصي شرکتونه ترې اوبه پلوري د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې یې کمې کړي دي.
د ښار جوړولو چارو وزارت د اوبو او کانالیزېسیون رییس ریاض درمل سلام وطندار ته وویل، په لویو ښارونو کې خلک اوبه له اړتیا پرته مصرفوي او د اوبو دا ډول مصرف په ځانګړي ډول کابل کې د اوبو په زېرمو اغېز کړی او ورځې تربلې د اوبو سطحه ټیټیږي.
درمل وايي، د اوبو او برېښنا وزارت د وروستۍ مقررې له مخې، هغه اشخاص او شرکتونه چې د اوبو له څاګانو د ورځې له ۵ مکعب متره ډېرې اوبه مصرفوي د اوبو مېتر ورته ولکول شي او حکومت ته عاید ورکړي.
دی وايي، د اوبو څاګانو له دغه عاید څخه د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې په مصنوعي ډول چارچ کېدلی شي.
ریاض درمل وویل، د ځمکو لاندې د اوبو زېرمو غني کېدو لهپاره د اوبو او برېښنا وزارت له یو بهرني شرکت سره یوه پروژه لاسلیک کړې، چې یاد شرکت به د سیندونو اوبه تصفیه او وروسته به د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې له همدې لارې تغذیه کوي؛ دې طریقي ته د اوبو د زېرمو مصنوعي چارچ کېدل هم وايي.
دغه راز د هرات، کندهار مزار او یو شمېر نورو ولایتونو سربېره کابل هغه ولایت دی، چې د دغو ټولو سیمو په پرتله د ځمکې لاندې اوبه یې ډېرې کمې شوي دي.
د ښار جوړولو چارو وزارت د اوبو او کانالیزېسیون رییس ریاض درمل وايي، په کابل ښار کې خلک د ځمکې لاندې اوبه له اړتیا پرته استفاده کوي، چې دا کار د جدي اندېښنې وړ دی.
درمل زیاتوي، په ۱۹۷۵ میلادي کال کې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه په ۶ مترو کې وه؛ اوس د ځمکې لاندې اوبه ۴۰ مترو ته ټیټې شوي دي، که د اوبو بېځایه استفاده دوام وکړي تر راتلونکو ۲۵ کلونو به په کابل ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې تشې شي.
په ورته وخت کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د اوبو سطحې کموالي له کبله اندېښمن شوي دي.
دوی وايي، له اوبو د اړتیا له مخې استفاده نه کېږي، چې له امله یې اوبه کمې شوي او یا هم مالګینې شوي دي.
د محمد اسماعېل په نوم د کابل ښار یو اوسېدونکي وویل، دوی په احمد شاه بابا مېنه کې اوسېږي او هلته د څښاک اوبه په سختیو پيداکوي.
هغه وايي، حکومت په ټولو برخو کې مالیه وضعه کړې؛ خو د ځمکې لاندې اوبو څخه د خلکو بېځایه استفادې او د اقلیم تودوالي په تړاو حکومت رغنده ګام نه اخلي.
احمد شاه رسولي د کابل د ۳ ناحیې یو بل اوسېدونکی وايي، په سیمه کې يې یو شمېر خلک د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري او ځیني که لاس رسی لري هغوی له اوبو مناسبه استفاده نهکوي.
احمد شاه وايي، دوی په خپل کور کې د څښاک اوبو یوه لاسي پمپ لري، چې یو کال مخکې د څاه اوبه يې وچې شوې او اړ شول د اوبو لهپاره برمه ووهي؛ چې د زیات لګښت سره یې د اوبو څاه وویستله او سږ کال بیا هم د اوبو له کمښت سره مخ دي.
شفیق نوري د کابل ښار ۳ حوزې د کارته سخي اوستوګن دی. وايي، د کابل ښار د نورو برخو په پرتله دا سیمه یو څه غرنۍ او لوړه ده او د ځمکې لاندې اوبه یې تروې دي.
نوري وايي، دوی په کور کې ۴ کسان دي او د ژمي په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۵۰۰ افغانیو په لګښت اوبه مصرف کړې وې، خو د اوړي په راسېدو او د زیاتو اوبو لګښت دوی څه نا څه اندېښمن کړي دي.
بل خوا د کتونکو په اند افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو څخه ډېره نامعیاري استفاده کېږي؛ خو د زېرمو چارچ کېدو لهپاره کار نه کېږي.
د پوهنتون استاد او د اوبو کار پوه نجیب فهیم وايي، د افغانستان د لویو ښارونو له ډلې یو هغه يې کابل دی، چې په دغه ښار کې د خلکو نفوس د نورو ښارونو په پرتله څو چنده زیات او د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده یې له عادي کچې ډېره ده.
فهیم زیاتوي، د وروستیو راپورونو له مخې کابل کې هر کال د ځمکې لاندې د اوبو ظرفیت ۲۹ میلیونه مکعب متره دی؛ خو له دې زېرمو د ۳۱ میلیونه مکعب متره اوبو استفاده کېږي.
هغه وايي، که په دومره تفاوت سره د پلازمېنې له اوبو ګټه اخیستل همداسې دوام وکړي په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به د ځمکې لاندې دغه اوبه صفر شي.
استاد فهیم پروینا د ځمکې لاندې د اوبو په وچېدو سره به په ناڅاپي ډول په بېلابېلو برخو کې ځمکه کېني او سربېره په دې به د ځمکې په سر د ځینو لوړپوړو ودانیو د ویجاړتیا لامل وګرځي.
ښاغلي فهیم وویل، د دومره لویې ستونزې مخنیوی اسان کار دی. د هغه پروینا کابل ته د نږدې لکه د قرغې، میدان وردګو، شاه او عروس او د پنجشیر بندونو د اوبو مهارول او د کابل په ځينو سیمو د دغو بندونو اوبو راماتول کولای شي د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې پوره کړي.
استاد نجیب فهیم وايي، خصوصي سکټور ته د اوبو ورکول چې ګواکې دوی په نلونو کې د خلکو لهپاره د څښاک اوبه چمتو کوي دا هم د ځمکې د اوبو کموالي لامل ګرځي او دغه راز، د څاګانو او د هغوی د استفادې د څرنګوالي په برخه کې هېڅ څار نه کېږي او په خپل سري ډول یې هره سیمه کې څاګانې ویستلي دي.