د ځمکو نږدې ۱۹زره او ۲۳ غاصبان پېژندل شوي‌

نن په کابل کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولان ملت ته د حکومت د ځواب ویلو په پروګرام کې وویل چې د ۱۸ زرو او ۸۲۳ د ځمکو غاصبان پېژندل‌ شوي.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست محمدجواد پیکار وايي، د دې وزارت له لوري ۱۸ زره او ۸۲۳ د ځمکو غاصبان په نښه شوي چې د ۱۵ زرو او ۸۳۱ د ځمکو د غاصبانو نوم‌لړ یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلی دی.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړه، د اړوندو بنسټونو له هوکړې وروسته به د ځمکو د غاصبانو نوم‌لړ خپور شي.

د ښاغلي پیکار په وینا، تراوسه پورې ۵ سوه زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه د غاصبتنو له منګولو راګرځول شوې‌ده.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولان همداراز ټینګار کوي چې کابل، مزار، جلال‌اباد، کندهار، فراه، بامیانو او نیلي ښار کې د غیررسمي او غیرپلاني کورونو ثبتولو لړۍ هم جریان لري.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولانو وايي، د کابل، هرات، جلال‌اباد، بامیان او نیلي ښارونو غیررسمي ساحو کې شاوخوا ۴ زره کورونو ته د ملکیت سندونه ورکړل شوي او تر ۲۰۲۰ کال پورې ۵سوو زرو غیررسمي کورونو ته د ملکیت سندونه وېشل کېږي.

ورته مطالب:

خوست کې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې

پکتیکا؛ پر یو وکیل د ځمکو د غصب او له بایومتریک الې نه د ناسمې استفادې تور

د کندوز تاریخي ځایونه د غصب او ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام