د روڼتیا څار بنسټ نن پنجشنبه( اپرېل ۲۱مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د پېسو مینځل، اداري فساد او نور ناقانونه بهیرونه د ټولو مالي سیسټمونو ۶۵ سلنه جوړوي.
د روڼتیا څار اجرایوي مسوول سید اکرام افضلي د یاد بنسټ یو کلن څيړنیز رپوټ خپرولو پرمهال وویل، چې افغانستان کې هر کال د ۷۰ میلیارده ډالرو په ارزښت تریاک تولید او قاچاقیږي، چې دا پېسې بېرته د مینځلو له لارې قانوني بڼه پېدا کوي.
افضلي ناقانونه پېسې ستره ستونزه وبلله او زیاته یې کړه، چې افغانستان هر کال د ناقانونه او پټو تبادلو له امله میلیاردونه ډالره له لاسه ورکوي.
د روڼتیا څار بنسټ دغه مسوول اندېښنه وښوده، چې پر دغو تولید شویو پېسو وسله والې، ترهګرۍ او برید ګرې ډلې پياوړې کیږي، چې د پېسو لېږلو له لارې زمینه ورته برابریږي.
د رونټيا څاربنسټ دغه راز وايي، چې په افغانستان کې ناقانونه مالي جریانونه، د فساد پرمټ رامنځته کیږي، چې هېواد یې نا امنه کړی او د اقتصادي پياوړتیا ترڅنګ د ټولنیز پرمختګ مخه هم يې ډپ کړې.
افضلي پر حکومت او نړېوالې ټولنې نیوکه وکړه، چې حکومت د ناقانونه مالي جریانونو په مخنیوي کې پاتې راغلی او نړېواله ټولنه هم په دې برخه کې بې غوري کوي.
نوموړی وايي، که نړېوالو ټولنه په ريښتیني توګه د فساد پر ضد مبارزه کوي باید د هغو کسانو نومونه خپاره کړي، چې په ناقانونه مالي جریانونوکې لاس لري.
د قوانینو نوي کېدل، د فساد پر ضد د دولت روښانه تګلاره، د پېسو مينځلو سره مبارزه، د ترهګرو د مالي تمویل او د ناقانونه سوداګرۍ مخنیوی د روڼتیا څاربنسټ له وړاندیزونو څخه دي.