وروسته له هغې ـ چې سلاموطندار راډیو د پکتیکا د ښرنې ښاروالۍ ځمکې د غصب او د ټاکنو په ورځ له بایومتریک دستګاه څخه د ناوړې ګټې اخېستلو کې له دې ولایته ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماند خالداسد لاس لرلو په تړاو څېړنیز رپوټ خپور کړ ـ د پکتیکا اوسېدونکو هم د دې موضوع په اړه نن کابل کې اعتراض وکړ.
د دغه څېړنیز رپوټ له خپرېدلو پوره څلور ورځې وروسته، نن د پکتیکا لسګونه قومي مشرانو، مدني فعالانو، دیني علماوو او ځوانانو د دغه ولایت د ټاکنو وروستیو پایلو اعلانولو اعتراض کې لاریون کړی او د ټاکنیزو کمېسیون غړي په رشوت اخیستلو تورنوي.
د اعتراض کوونکیو په وینا، خالداسد چې د سلاموطندار څېړنیز رپوټ کې هم د ځمکې په غصب او له بایومتریک دستګاه څخه په ناوړه ګټې اخیستو تورن دی، د جوړجاړي او د ټاکنیزو کمېسیونونو کارکوونکیو ته د پیسو ورکولو په بدل کې وروستي نوملړ کې راوستل شویدی.
له پکتیکا څخه معترض نوماند محمد داوود کټوازی او قومي مشر حاجي ظفر خان وايي چې د پکتیکا ټول ولس ـ چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی وـ له ټاکنو کمېسیونه د دې خیانت پوښتونکي دي.
دوی په ټولیز ډول خبرداری ورکوي، کهچېرې یې غوښتنو ته پام ونهشي؛ نور هېڅ ډول ټاکنو کې ګډون نهکوي.
خو پکتیکا څخه ولسي جرګې ته بریالي نوماند خالداسد ـ چې د رشوت په ورکولو، له بایومتریک دستګاه څخه په ناوړه ګټې اخېستلو او د ځمکې په غصب تورن دی ـ سلاموطندار ته ویلي وو چې د ولسي جرګې ځېنې پخواني نوماند ـ چې خپله په فساد ککړ دي ـ د هغه پر ضد یې دغه دسیسه جوړه کړېده.
دې سره اعتراضکوونکي دا خبرداری هم ورکوي، که یې حق ورنهکړل شي؛ حکومت سره به اړیکې پرې کړي، سړکونو ته به را ووځي او د کابل ښار په کچه به پراخ لاریونونه شروع کړي.
ومو غوښتل د دغو اعتراضګرو شکایتونو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نظر هم واخلو؛ خو پر ډېرو اړیکو سربېره د دې کمېسیون مطبوعاتي مسوولان خبرو کولو ته حاضر نهشول.