د عامې روغتیا وزارت او اترا ادارې مسوولانو نن (یکشنبې) په کابل کې داسې هوکړهلیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د پکتیکا او سمنګان ولایتي روغتونونه د انټرنېټ له لارې د کابل جمهوریت روغتون سره وصل شي.
دغه هوکړهلیک د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا رییس محمدنجیب عزیزي ترمنځ وشو چې لهمخې به یې د کابل جمهوریت روغتون نه د یادو ولایتي روغتونونو ناروغانو ته د لېرېلارې روغتیايي خدمتونه ورسېږي.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په همدې اړه جوړې شوې غونډې کې دا هوکړهلیک د ولایتونو ناروغانو ته د لېرېلارې خدمتونو رسولو پیل وبللو او ټینګار یې وکړ چې دا لړۍ به له ولایتونو وروسته ولسوالیو ته هم وغځوي.
د نوموړي په وینا، ناروغان، ډاکټران او نور روغتیايي کارکوونکي به له دې خدمتونو ګټه واخلي.
ښاغلي فېروز زیاته کړه، د کابل جمهوریت روغتون سره د پکتیکا او سمنګان ولایتي روغتونو تړلو لګښت ۳ میلیونه ډالره اټکل شوی چې اترا اداره یې ورکوي.
بلهخوا د اترا ادارې رییس محمدنجیب عزیزي وايي، د ۲۰۱۹ کال تر پایه به د لرېلارې روغتیايي خدمتونو پهواسطه ۱۵ ولایتي روغتونونه له مرکزي هغو سره وتړل شي چې له دې سره جوخت به د مرکز ډاکټران له ولایتي هغو سره خپلې تجربې او مشورې هم شریکې کړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي باوري دي، که د لېرېلارې خدمتونو له لارې د ولایتونو او ولسوالیو روغتونونه د مرکز له روغتونونو سره وتړل شي؛ افغانناروغان به اړ نهوي چې د درملنې په پار بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.
د معلوماتو لهمخې، افغانان هر کال شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهرنیو هېوادونو کې په درملنه لګوي.