د پکتیا پوهنتون په رغونه کې د عام ولس ونډه

د پکتيا پوهنتون لس کاله مخکې د دارالمعلمين په يوه زړه ودانۍ کې د ښوونې او روزنې او کرنې دوه پوهنځي لرل او د پوهنتون په نوم ودانۍ نه وه.

خو اوس د مرکز ګردېز په شمالي څنډه کې د پکتيا پوهنتون ګڼې اداري او تدريسي ودانۍ لري.

مدني فعالان او ځایي خلک وايي د دې پوهنتون ډېرې برخې د کروندګرو، عامو خلکو او سوداګرو په مالي لګښت جوړې شوې‌دي.

د پکتيا اوسېدونکی حقمل مسعودزی وايي، له زده‌کړو سره د خلکو د مینې زیاتوالی او علاقه د دې لامل شوی چې د خپل جېب نه یو څو روپۍ د علمي او کادري ځایونو له‌پاره هم ورکړي.

يو شمېر مدني بنسټونه هم د پوهنتون رغونې او پراختیا له‌پاره د مرستو جلبولو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه مخته وړي.

مدني فعالان جمعه ګل افغان او ډاکتر سميع الله احمدزی تر ډېره ملي سوداګر او بډايه خلک له پوهنتون سره مرستې ته هڅوي.

دوی د ملي سوداګرو تر څنګ په مدني ټولنو هم غږ وکړ چې نور له خېلونو او قومي تعصبونو څخه راو وځي او د پکتيا فرهنګي او اکاډوميک بنسټونه ورغوي چې د علم په سیالۍ کې له سیالانو سره سیال شي.

د پکتيا پوهنتون ریيس ډاکتر سيدولي جلالزي سلام وطندار ته وويل، د دې پوهنتون د نيمګړيو دېوالونو رغول، د پوهنتون دننه پلیو لارو جوړول، د پوهنتون د ښکلا له‌پاره د بېلابېلو ونو کېنول، د اوبو را ايستلو لمريز برېښنايي سيستم جوړول او يو شمېر ټرانسپورټي موټرو رانیول د خلکو او سوداګرو په مرستو برابر شوي‌دي.

ښاغلی جلالزی وايي، د پوهنتون ځېنې بلاکونه د کروندګرو ته د بدیل معیشت له‌پاره پر هغو ورکړل شویو پیسو جوړ شوي چې د خپلو کارونو پرځای د پوهنتون پرمختګ ته ځانګړې کړې.

د پکتيا پوهنتون په ۸ پوهنځيو کې شاوخوا ۶ زره محصلان پر زده‌کړو بوخت دي چې ۱۵۰ یې نجونې دي.

چارواکي وايي، د ولس او حکومت په همکاري به څو کاله وروسته دغه پوهنتون له مخکښو پوهنتونونو وشمېرل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام