د پکتيا يو شمېر قومونو ولور را کم کړی

دغو قومونو د خپلو مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو په سلامشورې د ناوړو دودونو د مخنيوي او مناسب ولور اندازه ټاکلې.

د پکتيا د يو شمېر قومونو اوسېدونکي او د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، چې په يو شمېر قومونو کې د زيات ولور مخه نيول شوې او د دې لپاره معيار ټاکل شوی.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دا مهال په يو شمير قومونو کې همدا تړن تطبيق شوی او ګټور ثابت شوی دی.

امان الله او ولي خان د تېرې سیمې اوسېدونکيو سلام وطندار ته وویل، چې

په دې سيمه کې د عالمانو  او قومي مشرانو له لوري د دولور د اندازې د ټيټولو او نورو اضافي رواجونو د راکمولو په پار ګټور تړون شوی دی.

د پکتيا د ښځو چارو ریيسه نسرين اورياخېل هم دا مني چې د مرکز ګردېز، زاهو، تېرې   احمدابا او زرمت ولسوالۍ کې خلکو داسې تړنونه کړي، چې د ولور اندازه يې له ۳۰۰زره  تر ۴۰۰ زره افغانیو ټاکلی ده.

نوموړې وايي، د دې تر څنګ د کوژدې او واده پر مهال چې لګښتونه هم راکم شوي.

د مېرمن اوریاخېل پر وينا، په دغه تړون کې په بدو کې د نجونو پر ورکړه هم بندیز لګیدلی او سرغړوونکيو ته د سختې جزا دعوه هم شته.

په قومي تړو کې په مړو پسې د بې ځایه لګښت د مخنیوي په اړه هم یادونې شوي او ویل شوي، چې د مړي سقات باید له ۵۰ او سل افغانیو ډېر نه وي

پکتيا کې ليکوال او مدني فعال عبدالله حسرت د داسې تړونونو اغېز مثبت ارزوي او وايي، په دې سره به په کورنيو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه ټيټه شي.

حسرت زیاته کړه، دا تړونونه ريښتيا عملي شي؛ نو ځوانان به له هغه اقتصادي فشاره را ووځي، چې له امله يې دوی مجبورېدل، چې بهرنيو هېوادونو ته په خطرناکو لارو لاړ شي او يا دوی له غيرمشروع لارو چې غيرقانوني دي؛ پيسې پيدا کړي.

سره له دې چې ديني عالمان تل خلکو ته د شریعت پر بنسټ د ولور حرام ګڼلو په اړه وعظ کړی دی؛ خو داسې ښکاري په ‌‌‌‌‌‌ډېرو خلکو چندان اغېز نه کوي او لا هم د پکتیا په ډېرو سيمو کې له ۵۰۰ زره افعانيو نيولې ۲ میلیونه افغانۍ ولور اخيستل کېږي.
په پکتيا کې ډېر خلک پر خپلو لوڼو او خویندو لوړ ولور اخلي

اټکل کیږي، چې په ټوله کې د لوړ ولور دود له منځه وړل اوس او هم په نږدې راتلونکې کې ناشونې بریښي؛ خو د دغه ډول قومي تړونونو په پلي کېدو او دغه راز، د هلکانو او نجونو په زده کړو او په تېره لوړو عامیدو سره ښایی کرار کرار دغه دود له منځه لاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام